سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په کجکي، ناوې او سنګین ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، کجکي ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۳ وسله وال وژل شوي او۲۰۰۰ کیلوګرامه باروت او څلور سوه کیلوګرامه نشه يي توکي، دوه پټنځایونه او څلور موټر يې له منځه وړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په سنګین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي دي.
ځواک وايي، په ناوې ولسوالۍ کې بیا پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو وایي، په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې ۱۳ سرتېري وژلي او ګرشک کې یې یو ټانګ په ماین الوزولی او په کې سپاره ټول سرتېري یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:هلمند