۰

د جمعیت علمای اسلام د وژل شوي مشر سمیع الحق مرستیال تښتول شوی

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې د وژل شوي بنسټګر مولانا سمیع الحق مرستیال تښتول شوی دی.
د جمعیت علمای اسلام د وژل شوي مشر سمیع الحق مرستیال تښتول شوی
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې د وژل شوي بنسټګر مولانا سمیع الحق مرستیال تښتول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د سیمع الحق د زوی احمد الحق له قوله ویلي، چې د پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ګوند مرستیال احمدشاه اکوره بې درکه شوی دی.

که څه هم ویل کېږی، چې احمدشاه اکوړه تښتول شوی خو د سمیع الحق زوی ویلي، هغه تښتېدلی او په نامعلوم علت یې ځان پټ کړی دی.

نوموړي ویلي داسې شکونه هم شته چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال احمدشاه اکوړه د پاکستان استخباراتي ادارې د پلټنو له پاره نیولی او کوم ځای ته بېولی وي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې احمدشاه اکوړه شمال لوېدیځ لور ته له اکوړه خټک سیمې څخه لا درکه شوی دی.

په ورته وخت اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې ویلي، د مولانا سمیع الحق د مرستیال کورنۍ د هغه په لټون کې ده خو تر اوسه یې په موندلو نه دي بریالي شوي.

باید و ویل شي، چې پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې بنسټګر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار یې هم شهرت درلود د لړم میاشتې په ۱۱ مه نېته د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا د چړو په ګذارونو و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي