۰
د قطر دفاع وزیر:

قطر افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکارۍ ته چمتو دی

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
د قطر دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې له ناټو سره همکاري وکړي.
قطر افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکارۍ ته چمتو دی
د قطر دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې له ناټو سره همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر دفاع وزیر ښاغلي محمد دغه څرګندونې د امریکا له دفاع وزیر جمیز متیس سره په کتنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د ناټو له ماموریته ملاتړ کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د قطر دفاع وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې هڅه کوي، نړۍ کې د ترهګرۍ جړرې وایستل شي او په دې برخه کې یې د هر ډولو مباروز ملاتړ کړی او کوي یې.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس ویلي، قطر د افغانستان د ستونزې په حل کې پوره مرسته کولی شي او تمه لري، چې دغه هېواد به د افغان ستونزې به حل کې لازمه همکاري وکړي.

بل خوا د امریکا دفاع وزیر په قطر کې د امریکايي پوځي اډې د پراخېد پر سره د قطري سیال سره هم خبرې کړي دي.

جیمرمتیس ویلي، د یوه منظم پلان له مخې به په قطر کې د امریکا هوایي اډه پراخه شي او قطر به هم د ناټو له ماموریت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي