۰
حکمتیار:

که د ولسمشرۍ ټاکنې هم له درغلیو ډکې وي ښه ده چې موقته اداره رامنځ ته شي

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
د اسلامي حزب مشر وایي، که حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو د مهندسي کولو او په دغه ټاکنو کې د درغلۍ په لټه کې وي، ګوندونه او سیاسي جریانونه به د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو ټینګار وکړي.
که د ولسمشرۍ ټاکنې هم له درغلیو ډکې وي ښه ده چې موقته اداره رامنځ ته شي
د اسلامي حزب مشر وایي، که حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو د مهندسي کولو او په دغه ټاکنو کې د درغلۍ په لټه کې وي، ګوندونه او سیاسي جریانونه به د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو ټینګار وکړي.

حکمتیار د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له درغلۍ ډکې وبللې او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت یې د ټینګار تر څنګ و ویل، که د ولسمشرۍ ټاکنې هم د حکومت له خوا مهندسي او له درغلیو ډکې وشي په هېڅ صورت سیاسي ګوندونو ته د منلو نه دي.

د هغه په وینا که حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو وړاندې کړې طرحه ونه مني، نو په مرکز ولایتونو کې به یې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن پنشنبې د لړم ۲۴ مه یې کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې سیاسي ګوندونو د ولسمشرۍ ټاکنو د شفافیت له پاره هڅې پیل کړې او د همدې هڅو په لړ کې یې سیاسي ګوندونو یوه ملي اجماع رامنځ ته کړې، چې په نېږدې ورځو کې به لومړی غونده تر سره کړي.

د هغه په وینا د ګوندونو دغه ملي اجماع به په نېږدې راتلونکو ورځو کې خپله لومړي غونده تر سره کړي او په دې پر دې بحث او پرېکړه وشي، چې دوی د ولسمشرۍ له پاره څه ډول یو نوماند غوره کړي.

ښاغلي حکمتیار و ویل«  موږ د ملي تفاهم مجموعه رامنځ ته کړې، ۳۷ ګوندونو ته رسېدلې، چې په نېږدې کې به یې لومړی غونده وشي او د ولسمشرۍ ټاکنو به اړه به پرېکړه وکړي،اول طرحه مو دا ده چې اوسني په واک کې کسانو څخه یو غوره کړو، یا دا چې د احتمالي کاندیدانو یو غوره کړو، یا یو نوې څېره چې خپلواک او حزبي څېره نه وي، یا دا چې ټول سیاسي ګوندونه راغونډ او به یوه نوماندا توافق وکړي، که د ټولو راغونډېدل نه وي، یو څو یې راغونډ شي هم کفایت کوي.»

د اسلامي حزب مشر وایي، له جمعیت سره ځکه تر اوسه توافق ته نه دي رسېدلي، چې دغه ګوند ځینې داسې غوښتنې درلودې، چې هغه نورو احزابو ته د منلو نه وي، خو په وینا یې خبرې ورسره روانې دي او تمه ده، چې هغه هم ورسره یو ځای شي.

دی وایي، جمعیت ګوند د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خپله طرحه او تګلاره له وړاندې اعلان کړې چې په کې د صدراتي نظام او ځينو نورو غوښتونکو غوښتنکي دي.

ده و ویل« له جمعیت سره هم خبرې ورانې دي، خو نورو ګوندونو د جنبش په شمول د ښاغلي محقق په شمول ۳۷ ګوندونو پرېکړه کړې، چې مخکې ځو که راغی ډېر ښه او که نه پاتې به وي.»

بل خوا حکمتیار په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې ځینې کړۍ د موقتې ادارې د رامنځ ته کولو له لارې هڅه کوي، بیا ځان قدرت ته ورسوي، خو په وینا یې دوی به یې په وړاندې ودرېږي او پرې به نږدي، چې د بن غونده بیا تکرار شي.

د هغه په وینا که چېرې بیا هم فشارونه زیات شي او بن ته ورته غونده وشي، نو د ده په وینا پایلې به یې به هغه ډول نه وي، چې په لومړي بن غونډه کې وې.

حکمتیار د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او د ولسمشرۍ د رتلونکو ټاکنو پر شفافیت یې پر داسې مهال ټینګار وکړ، چې په وینا یې هېڅ یو د رایې وړ کس هغه که په امن سیمو کې دی او که په ناامن سیمو کې له رایې ورکولو محروم پاتې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي