سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پاکستاني پولیسو د یوه افسر مړی موندل شوی، چې نن قومي مخورو ته وسپارل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی پاکستاني افسر طاهر داوړ نومېږي او نېږدې یوه میاشت د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه ورک شو.
راپورونه وایي، طاهر داوړه وروسته له هغې لادرکه شو، چې هلته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کړی وو.
د ننګرهار والي وايي، د دغه پاکستاني افسر مړی پرون چهارشنبې د لړم ۲۳ مه د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې موندل شوی، چې نن په رسمی ډول د خیبرپښتنوخوا قومي مشرانو ته وسپارل شو.
والي حیات الله حیات و ویل، چې طاهر داوړ له ډېورنډ کرښې پورې غاړې وژل شوی او بیا یې مړۍ د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې غورځول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې تر طبي کتنو وروسته د هغه مړی په تورخم کې قومي مشرانو ته وسپارل شو.
هغه زیاتوي، چې له پاکستاني چارواکو سره په ګډه هڅه کوي، چې د طاهر داوړ د قتل انګېزه معلومه او مجرمین یې وپېژندل شي.
بل خوا په خواله رسنیو خپاره شوي انځورنه او راپورونه ښيي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له زرګونه کسانو سره د تورخم لور ته راغلی تر څو د طاهر دواړ جسد ولېږدوي.
جمهورخبري آژانس:کابل