۰

سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کابو ۲ زره پېښې ثبت شوې دي

شنبی ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د ښځو چارو وزارت اعلان وکړ، چې سږ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۲۶ پېښې له رسمي سرچینو سره ثبت شوې دي.
سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کابو ۲ زره پېښې ثبت شوې دي
د ښځو چارو وزارت اعلان وکړ، چې سږ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۲۶ پېښې له رسمي سرچینو سره ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت وزیر دلبر نظري نن شنبې د لړم ۲۶ مه کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالی په پېښو کې د ټول هېواد په کچه زیاتوالی راغلی او دغه تاتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.

د هغې په وینا په روان کال کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په رسمي ډول له ښځو سره د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو ۲۸۲۶ پېښې ثبت شوې، چې د اندښنه پرې پکار ده.

نوموړي و ویل، دا هغه پېښې دي، چې مېرمنو جرآت کړی په رسمي ډول یې ثبت کړي، خو په وینا په ټولنه کې ناخواله دود دستوز هغه څه دي، چې ګڼ شمېر مېرنې یې له مخې نه شي کولای د دوی پر وړاندې شوی تاوتریخوالي په رسمی ډول ثبت کړي.

د ښځو چارو وزیرې زیاته کړه، دا چې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي پېښو رامنځ ته کولو عاملین نه دي نیول شوي او مجزات شوي، همدا علت دی، چې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی.

مېرمن نظري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوي په موخه د یوه سراسري کمپاین د پیل اعلان هم وکړ او له دولتی ارګانونو او ښاریانو یې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې مبارزه وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي