۰
خلیلزاد:

تمه ده د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې سوله وشي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، تمه ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له طالبانو سره سوله وشي.
تمه ده د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې سوله وشي
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، تمه ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له طالبانو سره سوله وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې نن یکشنبې د لړم ۲۷ مه کابل کې د خبریالانو سره خبرو کې کړې او ټینګار یې کړی، چې طالبان باید له دې فرصته ګټه واخلي.

د هغه په وینا طالبانو هم ورته ویلي، چې دوی په دې باور دي، چې له نظامي لارې نه شي بریالي کېدای او همدې ته په کتو هیله ده، چې له طالبانو سره تر ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې سولې ته ورسېږو.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې طالبان ښايي د سولې د خبرو له پاره په پلاوي کې ځینې بدلونونه راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي او دواړو لورو د خبرو پایلو ته خوښي ښودلې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو یوه پخواني چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې طالبان هم غواړي د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې سوله وکړي.

دغه سرچینې زیاته کړې له همدې امله طالبانو د مختلفو لارو پر افغان حکومت فشارو رواړي تر څوک د موقت حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو کارپور وحید مژره هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له طالب استازو سره خبرو کې امریکايي چارواکو هغوی ته د موقتې ادارې رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی.

د هغه په وینا خلیلزاد له طالب استازو غوښتي، چې په موقته اداره کې د خپلو استازو نوملړ امریکا ته وسپاري.

ښاغلي مژده و ویل«د امریکا او طالبانو تر منځ په دې هوکړه شوې، چې له څو میاشتنۍ موقتې ادراې، چې د طالبانو استازي به هم په کې وي، د ټاکنو له لارې یو کارا نظام رامنځ ته شي.»

د مژده په وینا دا مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د نظر اختلاف له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش په اړه دی، ځکه طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو ټاکل شوی مهال وېش په نړیوال تظمین سره غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي