۰

کابل کې د میلادي نبي پر مراسمو د ځانمرګي په اړه غبرګونونه

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
پلازمېنه کابل کې د میلادي نبي ص پر مراسمو شوي ځانمرګي برید په اړه چې تر ۱۳۰ کسانو پورې مرګ ژوبله په کې واوښته، ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
کابل کې د میلادي نبي پر مراسمو د ځانمرګي په اړه غبرګونونه
پلازمېنه کابل کې د میلادي نبي ص پر مراسمو شوي ځانمرګي برید په اړه چې تر ۱۳۰ کسانو پورې مرګ ژوبله په کې واوښته، ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون سه شنبې د لړم ۲۹ مه ماښام مهال د کابل ښار د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د کابل هوايي ډګر پر سړک په اورانوس هوټل کې رامنځ ته شو.

په دغه هوټل کې د اسلام د ستر پیغمر حضرت محمد ص د مبارک میلادي په ویاړ دیني عالمانو غونډه درلوده، چې د قرانکریم د تلاوت پر مهال په کې ځان مرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې ۴۳ تنه شهیدان شوي او تر ۸۵ پورې ټپیان شوي، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي، په پېښه کې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي او ۸۸ پورې نور ټپیان شوي دي.

ولسمشرغني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، چې د اسلام دښمنانو په داسې یوه جنایت لاس پورې کړ چې په هېڅ ډول د بښلو وړ نه دی.

ښاغلي غني ویلي د میلاد نبي پر غونډه او پر دیني عالمانو به برید سره دښمنانو وښوده، چې دوی یو ځل بیا د اسلام د ستر پیمغر له لارښودونو خلاف عمل وکړ، او بې ګناه دیني عالمان او عام خلک یې شهیدان کړل.

ولسمشر د همدې غمیزې د رامنځ ته کېدو له امله نن چهارشنبې د لړم ۳۰ مه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې دا مهال پاریس کې دی هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

عبدالله ویلي، بد صفته دښمن د اسلام او دیني ارزښتنو د دفاع تر نامه لاندې په جنایتونو لاس پورې کړی او په دې سره یې وښوده، چې دوی هېڅ راز اصولو او قوانینو ته پابند نه دي.
 
افغان اجرائیه رییس زیاته کړې هغه کسان چې دا ډول جنایت ترسره کوي، پلانوي او یا هم ترې ملاتړ کوي په دې د پوه شي، چې په هېڅ ډول د بښولو نه دي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او په یوه اعلامیه کې یې د افغان ولس سره خواخوږي ښودلې ده.

د ائتلاف په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لوی ملي ایتلاف دغه برید په کلکو ټکوغندي او دا یو نه بښوونکی وحشي عمل بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي«دا لومړی ځل نه دی، چې د امنیت سکتور د کمزوری او نا سم مدیریت له امله زموږ په هېواد کې دغه ډول وحشي بریدونه کېږي او عام خلک یې قرباني کېږي.»

لوی ملي ائتلاف د ملي یووالي پر حکومت غږ کړی، چې د خلکو له ځان او مال څخه د ساتنې په موخه جدي لاس په کار شي او پرېږدي، چې ولس د غلتو سیاستو له امله د ترهګرو بریدونو قرباني شي.

د کابل د علماو شورا هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له اسلامي او ټولو انساني قوانینو سره په تکر او حرام عمل بلل دی.

د افغانستان د شعیه علماو شورا هم دا برید په کلکو ټکوغندلی او دا یې یو نه بښوونکی وحشي او ترهګر عمل بللی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي دفتر یا یوناما پرخپل ټویټر ویلي«په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې خلکو یوه مهمه مذهبي ورځ یادوله، د کابل خونړۍ چادونې یوناما غوسه کړې ده.»

د یوناما چارواکو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او زیاته کړې یې ده، دوی د پېښې په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یو بیان کې پرونی برید غندلی او دا یې یو جنایت بللی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم پر خپل ټویټر کي ویلي چې پر دیني عالمانو د تير ماښام تروریستي برید په ژوره توګه خواشینی کړی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي