۰

دیني عالمان د خپل امنیت په خاطر له ولسمشر غني سره ګوري

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۳
«نن د افغان ټولنې هېڅ پاړکی د ترهګرو او د هېواد د دښمنانو څخه خوندي نه دی، ان که د خدای په کور کې هم وي پرې بریدونه کوي، دښمن دښمن دی، هغوی زموږ د دین او ملي یووالي دښمنان دي، چې په هېڅ ارزښت باور نه لري.»
دیني عالمان د خپل امنیت په خاطر له ولسمشر غني سره ګوري
کابل کې د علماو شورا د میلادي نبي پر غونده له شوري برید وروسته د کابل د علماو شورا رییس وايي، د دیني علمانو د امنیت د خوندیتوب په موخه هڅې روانې دي او دیني عالمان به په همدې خاطر له ولسمشر غني سره وګوري.

کابل کې د میلادي نبي په مراسمو کې د دیني عالمانو پر غونډه پرون سه شنبې د لړم ۲۹ مه د کابل د ۱۵ امنیتي حوزې اړوند د هوايي ډګر په سړک په اورانوس هوټل کې ځانمرګی برید وشو.

د چارواکو په خبره په دغه برید کې تر ۵۰ پورې
نوموړي زیاته کړه«نن د افغان ټولنې هېڅ پاړکی د ترهګرو او د هېواد د دښمنانو څخه خوندي نه دی، ان که د خدای په کور کې هم وي پرې بریدونه کوي، دښمن دښمن دی، هغوی زموږ د دین او ملي یووالي دښمنان دي، چې په هېڅ ارزښت باور نه لري.»
کسان وژل شوي او تر ۹۰ پورې ټپیان شوي، چې منځ کې یې دیني عالمان هم شتون لري.

تر دغه برید وروسته دیني عالمان د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د امنیتي چارواکو سره په خبرو بوخت دي او هڅه کوي په دې اړه له ولسمشر غني سره هم وګوري.

د کابل د علماو شورا رییس او د افغانستان د علماو شورا غړي مولوي عبدالبصیر حقاني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دې پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته دیني عالمان له امنیتي چارواکو سره په خبرو بوت دي.

نوموړي زیاته کړه هغه دیني عالمان چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د سلاکارانو په توګه کار کوي په دې هڅه کې دي، چې نن چهارشنبې د لړم ۳۰ مه له ولسمشر غني سره وګوري او د دیني عالمانو د امنیت د خوندیتوب په اړه ورسره خبرې وکړي.

مولوي حقاني و ویل«موږ نن کابل کې له امنیتي چارواکو سره د دیني عالمانو د امنیت د خوندیتوب په اړه خبرې لرو، تر څو د دغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي.»

د کابل د علماو شورا ریس د دیني عالمانو پر غونډه هغه هم په داسې
ښاغلي حقاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه ډول بریدونه به د سولې په پروسه څه اغېز ولري که نه و ویل«هېڅ نه، دښمن په دې ډول بریدونو یوازې غواړي د مذهبي جګړې تنور ګرم کړي، ولې دوی باید پوه شي، چې افغان ولس او دیني عالمان ورته بیداره دي او خپلو موخو ته به یې پرېنږدي.»
مراسمو کې چې هلته د نبوي سیرت په اړه خبرې روانې وي د برید انګېزه د دښمن له خوا یوازې د افغانانو تر منځ د نفاق تخم شنیدل او د ملي یووالي له منځه وړل بولي.

نوموړي زیاته کړه«نن د افغان ټولنې هېڅ پاړکی د ترهګرو او د هېواد د دښمنانو څخه خوندي نه دی، ان که د خدای په کور کې هم وي پرې بریدونه کوي، دښمن دښمن دی، هغوی زموږ د دین او ملي یووالي دښمنان دي، چې په هېڅ ارزښت باور نه لري.»

ښاغلي حقاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه ډول بریدونه به د سولې په پروسه څه اغېز ولري که نه و ویل«هېڅ نه، دښمن په دې ډول بریدونو یوازې غواړي د مذهبي جګړې تنور ګرم کړي، ولې دوی باید پوه شي، چې افغان ولس او دیني عالمان ورته بیداره دي او خپلو موخو ته به یې پرېنږدي.»

باید و ویل شي، چې پر دیني عالمانو وروسته له هغې د بریدونو لړۍ زیاته شوې، چې څه موده وړاندې کابل کې شاوخوا ۲۰۰۰ وتلو او مشهورو دیني عالمانو په یوه غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروانه او ځانمرګي بریدونه او چاودنې حرامې وبللې.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي