۰
سیاسي او پوځي شنوونکي:

امریکا او پاکستان زرګري جګړه پیل کړې، دواړه افغانستان کې سوله نه غواړي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۲
په ټوېټر د امریکا د ولسمشر او د پاکستاني چارواکو له ناندری وروسته ځینې شنونکي په دې باور دي، چې امریکا او پاکستان زرګري جګړه پیل کړې او دواړه نه غواړي افغانستان کې سوله راشي.
امریکا او پاکستان زرګري جګړه پیل کړې، دواړه افغانستان کې سوله نه غواړي
په ټوېټر د امریکا د ولسمشر  او د پاکستاني چارواکو له ناندری وروسته ځینې شنونکي په دې باور دي، چې امریکا او پاکستان زرګري جګړه پیل کړې او دواړه نه غواړي افغانستان کې سوله راشي.

ټرمپ درې ورځې وړاندې له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې او په ټوېټر پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغه هېواد له امریکا میلیاردونه ډالر تر لاسه کړل، خو د امریکا لپاره یې هېڅ ونه کړل.

نوموړي زیاته کړې، وه چې د القاعده مشر اسامه بن لادن هم د پاکستان یوې پوځي اډې ته نېږدې پټ و خو پاکستان یې په اړه امریکا ته معلومات نه ورکول.

ټرمپ ویلی و له همدې امله یې پر پاکستان ځینې مرستې بندې کړې و او ټنګار یې کړی و، چې که پاکستان نور هم دوګوني سیاست ته ادامه ورکړي د نورو فشارونو او بندیزونو احتمال هم شته دی.

د ټرمپ د دې خبرو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه ټوېټ کې ویلي، چې پاکستان د امریکا د جګړې لپاره قرباني ورکړې او امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان نه اچوي.

عمران خان ویلي امریکا باید روښانه کړي، چې د دوی د دومره پوځونو او وسایلو سره ولې دوی په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې بریالي نه شول او ولې طالبان لا غښتلي شول.

تر دې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ په ضد کامیابه جګړه کړې او د سیمې په امنیت کې یې هم برخه اخېستې ده.

باجوه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې«موږ به د افغانستان د سولې لپاره همکاري روانه ساتو، خو د پاکستان عزت او امنیت تر هر څه لومړی او معتبر دی.»

د امریکا د ولسمشر او پاکستاني چارواکو تر دې ناندریو وروسته د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې له پاکستان سره ۱.۶۶ میلیارده ډالر نظامي مرسته لغوه شوه.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ټرمپ له پرېکړې سره سم نور له پاکستان سره تر دې وروسته ۱،۶۶ میلیارد ډالره نظامي مرسته نه کېږي.

دا چې د امریکا د ولسمشر او پاکستاني چارواکو دا ناندرۍ به د افغانستان په روان حالت او په ځانګړې توګه د سولې په پروسه څه اغېز ولري او دا چې د امریکا د مرستو په بندېدو سره به پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي که نه هغه څه دي چې اندېښنې یې راپورته کړي دي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل د همدې پوښتو په ځواب کې جمهور خبري آژانس ته و ویل، پاکستان په دې کار سره غواړي د امریکا ماتې په نړۍ کې رساوا کړي او دا د امریکا له پاره یو لوی شرم دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغه ناندریو اغېز به مستقیم د افغانستان د سولې په پروسه پرېوزي او په دې برخه کې به د زلمي خلیلزاد ماموریت تر سوال لاندې کړي.

ښاغلي امرخېل و ویل«د افغانستان د سولې کلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او دا لفضي شخړه به پاکستان ته دا پلمه په لاس ورکړي، چې په افغانستان کې سوله ونه شي.»

د امرخېل په وینا اوس به پاکستان د دې په خاطر چې امریکا تر فشار لاندې کړي، خپلې مرستې او ملاتړ به له طالبانو زیات کړي تر څو په افغانستان کې جګړې نور هم زور واخلي.

د پوځي چارو دغه کارپوه زیاتوي، چې اصلآ امریکا په افغانستان کې سولې ته لېوالتیا نه لري او د دې په خاطر چې عامه افکار د سولې پروسې څخه لرې وساتي ټوېټري جګړه یې په لار اچولې او وايي، پر پاکستان یې خپلې مرستې بندې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، امریکا د دې له پاره چې د سولې په تړاو خبرې پایلې ته ونه رسېږي، له پاکستان سره لفظي او زرګري جګړه په لار اچولې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي