۰

د اسلامي حزب په اړه د دغه ګوند د پخواني قوماندان زرداد توندې څرګندونې

پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
«حزب اسلامي اوس هغه پخوانی حزب نه دی ډېري قوماندان ترې خفه شوي، دغه ګوند نه شي کولای په ولسمشرۍ ټاکنو کې زموږ پر سر له چا سره معامله وکړي.»
د اسلامي حزب په اړه د دغه ګوند د پخواني قوماندان زرداد توندې څرګندونې
«حزب اسلامي اوس هغه پخوانی حزب نه دی ډېري قوماندان ترې خفه شوي، دغه ګوند نه شي کولای په ولسمشرۍ ټاکنو کې زموږ پر سر له چا سره معامله وکړي.»

د حزب اسلامي یو پخوانی مهشور قوماندان زرداد فریادي وايي، حزب اسلامي اوس هغه پخوانی ګوند نه دي، بلکې خپلې ټولې ژورې ولسي رېښې یې له لاسه ورکړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر فریادي دغه څرګندونې په خپله فسبوک پاڼه په راروانو ولسمشریزه ټاکنو کې د اسلامي حزب هڅو ته په اشارې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې راروانو ولسمشریزه ټاکنو ته نېږدې ټول سیاسي ګوندونو هلې ځلې پیل کړې، چې د نوماندانو پر سر معاملې وکړي او خپل ګوند د یوه قوي ولسي نفوذي ګوند په توګه په ټاکنو کې برخوال کړي.

فریادي وايي، د نورو ګوندونو تر څنګ حزب اسلامي هم هڅلې پیل کړې، چې ځان یو نفوذي ګوند وښي او د معاملې له لارې په حکومت کې ستره ونده تر لاسه کړي.

خو په وینا یې داسې نه ده، حزب اسلامي اوس هاغه پخوانی نفوذي ګوند دی، بلکې ډېری مجاهدین او قوماندان ترې خفه شوي او ټولو ته جوته ده، چې دغه ګوند د وګړو خپلې ټولې ژورې ولسي ریښې له لاسه ورکړې دي.

د حزب اسلامي دغه پخواني قوماندان د خپلې لیکنې په یوه برخه کې ویلي« اوس دوی دا (محدود ډلګی) نشي کولای زموږ استازولي وکړي، موږ او د حزب اسلامي ډېری پخواني مشران اوس مستقل او خپلواک دي او په ټاکنو کې به د هغه چا څخه ملاتړ وکړي، څوک چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.»

هغه په خپله فسبوک پاڼه زیاتوي، چې له هېڅ یوه سیاسي ګوند سره کومه ستونزه نه لري، بلکې په وینا یې نوماندان باید هوښیار او بیدار و اوسي او خبر شي، چې حزب اسلامي د دوی پر سر ورسره کومه سودا ونه کړي.

حزب اسلامي ګوند تر اوسه د زارداد فریادي د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي