۰
د مسکو د غونډې څېړنه:

که د سولې په تړاو امریکا او روسیه یوه خوله نشي زیان به یې تر افغانستان ووځي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
د سولې د چارو څېړونکي وایي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او روسیې پیل کړې هڅې باید یوه خوله شي، که نه د دواړو د خپل منځي سیالیو نه جبرانېدونکی زیان به یې افغانستان وویني.
د سولې د چارو څېړونکي وایي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او روسیې پیل کړې هڅې باید یوه خوله شي، که نه د دواړو د خپل منځي سیالیو نه جبرانېدونکی زیان به یې افغانستان وویني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څېړونکو پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د سولې په تړاو د امریکا او روسیې خبرو ته په یوه لوري حرکت ورکړي که نه د دغه دوه زبرځواکو
د هغه په وینا دغه هېوادونه لکه، پاکستان، روسیه ایران او ځینې نورو د افغان دولت مخالفو وسله والو ته په خپلو خاورو کې پټنځایونه ورکړي او هلته تر روزنې او تجهیز وروسته یې بېرته افغانستان ته رالېږي.
سیالۍ به افغانستان ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.

په همدې تړاو د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز نن پنشنبې د لیندۍ لومړۍ نېټه کابل کې یوه څېړنیزه غونډه جوړه کړې وه او په کې د مسکو د تېرې غونډې په اړه د سولې څېړونکو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د غونډې برخوالو ویل چې د افغان سولې په تړاو به د امریکا او روسیې په جلا ډول هېڅې او سیالۍ ښې پایلې ونه لري، او ټینګار یې وکړ، چې دغه دوه نړیوال زبرځواک هېوادونه باید د افغانستان د مسایلو په اړه دولت په دولت چلند وکړي.

د افغانستان د سولې او جګړې څېړونکي خلیل رومان په دغه ناسته کې و ویل، چې د افغانستان په تاریخ کې د خپلو دریو یا څلورو ګاونډیو له خوا زیات زیان لیدلی دی.

د هغه په وینا دغه هېوادونه لکه، پاکستان، روسیه ایران او ځینې نورو د افغان دولت
نوموړي و ویل«نن موږ په دوګوني حالت کې یو په دې مانا چې ځینې ګاونډي هېوادونه مو له یوې خوا د افغان دولت سره دولت په دولت سیاست خپل کړی او له بلې خوا د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د یوې ډلې په توګه اړیکې ټینګې کړې او وسلې ورکوي.»
مخالفو وسله والو ته په خپلو خاورو کې پټنځایونه ورکړي او هلته تر روزنې او تجهیز وروسته یې بېرته افغانستان ته رالېږي.

نوموړي و ویل«نن موږ په دوګوني حالت کې یو په دې مانا چې ځینې ګاونډي هېوادونه مو له یوې خوا د افغان دولت سره دولت په دولت سیاست خپل کړی او له بلې خوا د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د یوې ډلې په توګه اړیکې ټینګې کړې او وسلې ورکوي.»

رومان وایي، د افغان سولې سره د روسیې چلند هم مقطعي او له امریکا سره د نړیوالۍ سیالۍ پر بنیاد دی ځکه په خبره یې که روسیه له امریکا سره کومه ستونزه ونه لري، نو د افغان سولې له موضوع ځان باسي، او که یې چېرې د کریمیا او یا هم بلې مسلې پر سره ستونزه رامنځ ته شي، نو بیا د افغان سولې په برخه کې فعالیت پیل کړي.

دغه سیاسی او د سولې او جګړې څېړونکي پر افغان دولت ټینګار وکړ، چې د سولې په تړاو روسیه او امریکا یوه خوله کړي او پر یوه لار یې روان
رومان وایي، د افغان سولې سره د روسیې چلند هم مقطعي او له امریکا سره د نړیوالۍ سیالۍ پر بنیاد دی ځکه په خبره یې که روسیه له امریکا سره کومه ستونزه ونه لري، نو د افغان سولې له موضوع ځان باسي، او که یې چېرې د کریمیا او یا هم بلې مسلې پر سره ستونزه رامنځ ته شي، نو بیا د افغان سولې په برخه کې فعالیت پیل کړي.
کړي، که نه په وینا یې د دغه دواړو هېوادونو د سیالۍ زیان به تر افغانستان او سیمه ووځي، چې بیا به هېڅ د جبرانېدو وړ نه وي.

یاد کنفرانس ته د مسکو د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس نیکلای پلاتینکوف هم د ویډیويي کفنرانس له لارې خبرې وکړې او ویې ویل، چې روسیه په افغانستان کې بین الاافغاني سوله غواړي او په دې منځ کې باید درېیم ځواک نه وي، تر څو افغانستان کې جګړه پای ومومي او سوله رامنځ ته شي.

نوموړي هم پر دې اعتراف وکړ، چې د روسیې او امریکا تر منځ د اړیکو ترینګلتیا د افغانستان د سولې پر پروسه تر ډېره منفي اغېز کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطاالله سلیم د مسکو غونده د سولې په برخه کې یو ښه ګام وباله خو په وینا یې په دې ناسته کې طالبانو ته تر ډېر دا فرصت ورکړل شو، چې د جګړې د دوام تبلیغات وکړي.

نوموړي وویل«د مسکو غونده یو ښه ګام و، د غونډې برخوالو د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې سوله وکړي، خو روسیې نباید طالبانو ته دومره فرصت ورکړای واي، چې خبریالان یې ان د خوب کوټو ته ورشي او هغوی د جګړې
نوموړي وویل«د مسکو غونده یو ښه ګام و، د غونډې برخوالو د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې سوله وکړي، خو روسیې نباید طالبانو ته دومره فرصت ورکړای واي، چې خبریالان یې ان د خوب کوټو ته ورشي او هغوی د جګړې د دوام لپاره تبلیغات وکړي، روسیې باید تر ډېره د افغانستان پر سوله تمرکز او فکر کړی وای.»
د دوام لپاره تبلیغات وکړي، روسیې باید تر ډېره د افغانستان پر سوله تمرکز او فکر کړی وای.»

خو د سلیم د دغه څرګندونو په غبرګون کې کابل کې د روسیې مرستیال سفیر آلبرت خوریف و ویل، که چېرې د افغانستان پلاوی غوښتی وای، دوی ته به تر طالبانو ډېر فرصت ورکړل شوی و.

نوموړي زیاته کړه، چې روسیه د افغانستان د سولې مالکیت یوازې د افغان دولت نه بلکې، د افغانستان د ټول ولس مالکیت بولي او پر سوله ټينګار لري.

په دې ناسته کې دا خبره هم یاده شوه، په داسې حال کې چې د روسیې دولت طالبان د یوې ترهګرۍ ډلې په توګه پېژني خو له دې سره سره د دغه هېواد سترې محکمې طالب استازو ته اجازه ورکړه، چې د مسکو غونډې ته ورشي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د روانې میلادي نومبر میاشتې په ۱۰ مه مسکو کې جوړه شوه، چې د افغانستان د سولې عالي شورا، طالب استازو او امریکا په ګډون د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازو په کې برخه درلوده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي