۰

د غزني د ګیلان او پکتیکا د ارګون لپاره طالب ولسوالان وژل شوي

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
دفاع وزارت او د غزني سیمه ییز چارواکي په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د هوايي بریدونو پر مهال د دوه طالب ولسوالانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د غزني د ګیلان او پکتیکا د ارګون لپاره طالب ولسوالان وژل شوي
دفاع وزارت او د غزني سیمه ییز چارواکي په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د هوايي بریدونو پر مهال د دوه طالب ولسوالانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک د پکتیکا ولایت په ارګون او برمل ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه بریدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کسانو کې د ارګون له پاره طالب ولسوال هم شامل دی.

د فاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو وایي په برید کې د وسله والو طالبانو یو عراده موټر هم له منځه وړل شوی دی.

بل خوا د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، افغان ځواکونو پرون شپه (د لیندۍ دوهمه) د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ګیلان لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال محب احمد له خپلو څو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي