۰

پاکستان د لبیک رسول الله ډلې مشر نیولی دی

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تایید کړې، چې امنیتي ځواکونو د پاکستان د لبیک رسول الله مذهبي ډلې مشر خادم حسین رضوي نیولی دی.
پاکستان د لبیک رسول الله ډلې مشر نیولی دی
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تایید کړې، چې امنیتي ځواکونو د پاکستان د لبیک رسول الله مذهبي ډلې مشر خادم حسین رضوي نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حسین چودهري په یوه ټوېټر د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، چې خادم حسین رضوي تر نیولو کېدو وروسته یوه هوټل ته لېږدول شوی دی.

لبیک رسول الله ډلې مشر تېره میاشت د پاکستان په لویو ښارونو کې لاریونونه وکړل او د پاکستانه یې وغوښتل، چې اسلام ته سپکاوي قانون دې سم پلی شي.

دوی دغه لاریونه وروسته له هغې وکړل، چې د پاکستان سترې محکمې یوه عیسوي مېرمن آسیه بي بي چې د اسلام ستر پغمبر ته یې سپکاوی کړی و، بېرته خوشي کړه.

آسیه بي بي تر خوشي کېدو وروسته د لبیک رسول الله ډلې چې مشري یې خادم حسین رضوي کوي د پاکستان په لویو ښارونو کې لاریونونه پیل او د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد یې کلابند کړ.

د لبیک رسول الله ډلې د پلویانو له خوا د لاریونونو سره سم د پاکستان حکومت له رضوي وغوښتل، چې لاریونونه پای ته ورسوي او له دولت سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي، خو د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر په وینا رضوي د حکومت دغه وړاندیز ونه مانه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاتوي د دې له پاره چې د خلکو ځان او مال ته زیان ونه رسېږي، د لاریونونو د پای ته رسولو له پاره د خادم حسین رضوي تر نیولو پرته بله لار نه وه.

نوموړي ټینګار کړی، چې رضوي د خلکو له احساساتو په ګټې اخیستنې غواړي خپل سیاسي اهداف تر لاسه کړي، نو ځکه د پولیسو له خوا نیول شوی او یوه هوتل ته لطږدول شوی د.

ویل کېږي خادم حسین رضوي په لاهور کې په خپله مدرسه کې نیول شوی او له هغه ځایه بېول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي