۰

ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال قطعیه رد کړه

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال قطعیه یا د دولت د لګښتونو راپور، چې د دوی په وینا له ګڼو تېروتنو او قانوني ستونزو سره مخ دی د رایو په اکثریت سره رد کړ.
ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال قطعیه رد کړه
ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال قطعیه یا د دولت د لګښتونو راپور، چې د دوی په وینا له ګڼو تېروتنو او قانوني ستونزو سره مخ دی د رایو په اکثریت سره رد کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې مالي او بودجه کمېسیون د نن شنبې لیندۍ ۳ مې په غونډه کې د دولت د ۹۶ مالي کال د لښګتونو راپور وړاندې کړ.

د کمېسیون په راپور کې ډېری دولتي ادارې د خپلې بودجه په لګښتونو کې په تېروتنو، کم لګښت او ګڼو تخنکي ستونزې تورنې شوې وې.

جرګې تر دې وړاندې د دولتي ادارو لپاره د کلنۍ بودجې د لګښت اندازه تر ۷۰ سلنه پورې ټاکل شوې وه، چې ځینو ادارو تر دې ټاکلي حد زیاته لګولې خو ځینو نورو هغو بیا کمه مصرف کړې ده.

ولسي جرګې هغه ادارې چې خپله بودجه یې تر ۷۰ سلنې زیاته په ښه توګه لګولې او قانوني تېروتنې نه لري وستایلې خو هغه چې کمه یې لګولې او تېروتنې یې کړې، ګواښ یې وکړ، چې د دغه وزارتونو او ادارو چارواکي به د استیضاح لپاره جرګې ته وروغواړي.

دغه راز ولسي جرګې دا ګواښ هم وکړو هغه ادارې او وزارتونه چې خپله بودجه یې کمه لګولې، د مالي مرستیالان او مسوولین د لرې کولو وړاندیز به یې وکړي.

د دغه راپور پر بنسټ ۲۴ ادارو له دې ډلې، مالیې، د پارلماني چارو، کرنې، اقتصاد، ملي دفاع، بهرنیو چارو، حج او اوقافو، سرحداتو، د کلیوپراختیا، عامې روغتیا، د کار او ټولینزو چارو، ښځه چارو، لوړو زده کړو، ګډوالو چارو، ښارجوړونې وزارتونو او دغه راز ملي امنیت ریاست، د اجرائیه ریاست دفتر، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، عامه محافظت ادارې، د سیمه ییزه ارګانونو ادارې او لوی څارنوالۍ خپله کلنۍ بودجه تر ۷۰ سلنې زیاته لګولې ده.

خو عدلیې، برېښنا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، ټولګټو چارو، اطلاعاتو کلتور، مخابراتو، ښونې، ترانسپورټ وزارتونو، د سترې محکمې ادارو، د اراضۍ ادارې، د ولسي جرګې دارالانشا، د ولسي جرګې دارالانشا، د پلازمنې زون، ملي تلوېزیون، چارو ادارې، ملکي هوانوردۍ، حقوق بشر، برښنا شرکت، له فساد سره د مبارزې، د چاپېریال ساتنې، مرکزي تفتیش، ښاري کانالونو، علوم اکاډمۍ، بدنې روزنې، ستندر او د احصایې ادارو خپله کلنۍ بودجه له ۷۰ سلنې کمه لګولې ده.

د ولسي جرګې د مالي او بودجه د کمېسیون رییس عظیم محسني و ویل، چې دولت د ۱۳۹۶ مالي کال عادي بودجه ۲۷۵ میلیادر ډالره وه، چې له دې نه ۲۵۳ میلیادره یعنې ۹۲ سلنه لګول شوې او دغه راز پرمختیايی بودجه یې ۱۰۲ میلیادره افغانۍ وه، چې ۶۷ سلنه یې مصرف شوې ده.

د هغه په وینا په دې بودجه کې ۱۹۴ پراختیايي پروژې صفر وې یغې نه دي پلې شوې او ۱۵۵ نورې داسې پروژې دي، چې له ۷۰ سلنه کمه بودجه پرې لګول شوې او یوازې ۱۴ پروژې دي، چې له ۷۰ سلنې زیاته بودجه پرې مصرف شوې ده.

د دغه راپور تر اورېدو وروسته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي، د راپور د تایید یا رد له پاره رایه اچوونه تر سره کړه، چې د جرګې له ۱۱۵ حاضرو استازو څخه ۱۱۱ تنو دا راپور رد کړ.

د همدې راپور د رد پر بنسټ ولسي جرګه اړ ده، چې د هغه وزارتونو اوادارو چارواکي د وضاحت له پاره وروغواړي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي، چې بودجه یې کمه لګولې او یا یې هم په کې قانوني تېروتنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي