د کابل د علماوو شورا رییس مولوي عبدالبصیر حقاني پلازمېنه کابل کې د نامعلومه وسله والو کسانو په غلکچي برید کې و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، مولوي حقاني نن شنبې د لیندۍ ۳ مه مازیګر مهال شوخوا ۳:۳۰ بجې د پلازمېنې کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د چهلستون په سیمه کې وژل شوی دی.
د کابل د علماوو شورا مرستیال صدیقي هم د مولوي عبدالبصیر حقاني د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، مولوي حقاني د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
تر اوسه امنیتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم تر دې دمه د پېښې مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی دی.
باید و ویل شي مولوي عبدالبصیر حقاني یو له هغه زړورو دیني عالمانو و، چې تل یې پر ترهګرو ډلو او په ځانګړي ډول د پاکستان پر څارګرې ادارې سختې نیوکې کولې او په وار وار یې په افغانستان کې شوې حملې په کلکو ټکو غندلې.
مرحوم حقاني په کابل کې د میلادي نبي پر غونډه پر دیني عالمانو شوي برید ته د غبرګون په ترڅ کې
جمهور خبري آژانس سره په یوه مرکه کې و ویل، چې له دغه کار څخه د دښمن موخه یوازې وحشت او دهشت خپرولو او د افغان ولس تر منځ د نفاق تخم کرل دي.
هغه و ویل، د افغان ولس او افغانستان د دښمنانو څخه اوس د هېواد هېڅ ځای خوندي نه دی هغه که د خدای ج کور هم وي خو دوی غواړي خپل وحشت تر سره کړي.
حقاني په افغانستان کې د روانې جګړې تر شاه تر ډېره د پاکستان او په ځانګړي توګه د دغه هېواد د استخباراتي ادارې لاس باله او ویل یې پاکستان هېڅ کله په افغانستان کې سوله نه غواړي.
جمهورخبري آژانس:کابل