۰

د علي پور تر نیول کېدو وروسته کابل کې لاریونونه پیل شوي

یکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
کابل کې د میدان وردګو ولایت د یوه سیمه ییزه پاڅونوال علي پور مشهور په قوماندان شمشېر تر نیول کېدو وروسته د هغه ګڼو پلویانو او خواخوږو په لاریونونو لاس پورې کړی دی.
د علي پور تر نیول کېدو وروسته کابل کې لاریونونه پیل شوي
کابل کې د میدان وردګو ولایت د یوه سیمه ییزه پاڅونوال علي پور مشهور په قوماندان شمشېر تر نیول کېدو وروسته د هغه ګڼو پلویانو او خواخوږو په لاریونونو لاس پورې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې علي پور نن یکشنبې د لیندۍ ۴ مه د پلازمېنې کابل لوېدیځ ته د ۱۳ مې امنیتي حوزې په قلعه قاضي سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

علي پور د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی او په همدې ولسوالۍ کې د پاڅونوالو قوماندان دی.

ویل کېږي هغه درې کاله وړاندې وروسته هغې پر ځای مقاومت لاس پورې او وسله یې واخسته، چې په دغه سیمه کې یو شمېر هزاره وګړي د وسله والو طالبانو له خوا و وژل شول.

له دې سره دا راپورنه هم دي، چې علي پور په خپله سیمه کې د خلکو ترمنځ ډېر اغېز لري، خو امنیتي چارواکو په ولسي جرګه کې ویلي، چې دغه قوماندان نه په کورنیو چارو وزارت او نه هم په ملي دفاع وزارت پورې تړلی دی.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د ولسي جرګې په یوه غونده کې و ویل، چې علي پور هم د نورو په شان یو غیر مسوول وسله وال کس دی او د کورنیو چارو د وزیر په وینا دوسیه یې لا هم تر څېړنې لاندې ده.

باید و ویل شي، چې د علي پور د نیولو له پاره یو ځل وړاندې هم د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې عملیات تر سره شوي وي او امنیتي ځواکونه ونه توانېدل، چې هغه ونیسي.

د علي پور تر نیول کېدو وروسته د کابل په لوېدیځ کې سلګونو کسانو په لاریونو لاس پورې کړی او د علي پور د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

لاریون کوونکو چې د کابل لوېدیځ ته غځېدلې ځینې لارې یې تړلې خبرداری ورکوي، چې که علي پور خوشی نه شي، نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې په تولنیزو رسنیو هم د علي پور د خواخوږو له خوا د حکومت دغه کار غندل شوی او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي