۰

د علي پور د نیول کېدو په اړه د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه

دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
د قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشېر نیول کېدو د ولسي جرګې غړو بېلا بېل غبرګونونه راپارولي، چې ځینو یې له نیولو سره مخالفت او ځینو یې له نیولو ملاتړ کړی دی.
د علي پور د نیول کېدو په اړه د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه
د قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشېر نیول کېدو د ولسي جرګې غړو بېلا بېل غبرګونونه راپارولي، چې ځینو یې له نیولو سره مخالفت او ځینو یې له نیولو ملاتړ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د نن دوشنبې د لیندۍ ۵ مې په غونده کې و ویل، علي پور د خلکو څخه د دفاع په خاطر د ترهګرو پر وړاندې راپورته کېدو له امله نیول شوی، خو ځینو نورو بیا ویلي چې حکومت خپله دنده تر سره کړې.

د جرګې غړي عارف رحماني، چې د علي پور له نیولو سره مخالف و و ویل«د علي پور د نیول کېدو په اړه د حکومت اقدام او د ملي امنیت د رییس څرګندونې په میدان دره کې له ترهګرو او جنایت کارو ډلو د ملاتړ په مانا دي.»

نوموړي و ویل، چې د حکومت د کمزوري توپ له امله علي پور د خلکو د دفاع او امنیت په خاطر وسلې ته لاس کړی او په هغه ځای کې چې د مرګ د درې په نوم شهرت لري د خلکو له ننګ او ناموس څخه دفاع کوي.

 د جرګې یوه بل غړي علي اکبر قاسمي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې ترهګرې ډلې په جوماتونو، لارو او لاریونونو کې بریدونه کوي، خو حکومت یوه ورځ هم د هغوی د امنیت په اړه خوله نه ده وازه کړې، ولې علي پور چې د خلکو د امنیت په برخه کې د دولت ملاتړی دي نه مخالف نیول کېږي.

محمد اکبري بیا و ویل، چې حکومت دې ژر تر ژره علي پور خوشی کړی او له هغه دې ژمنه واخلي، چې خپل فعالیتونه د دولت په چوکاټ کې تر سره کړي.

خو په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر نورو غړو بیا د علي پور له نیول کېدو سره توافق وښود او ویل یې هغه یو غیر مسوول وسله والو و چې په نیولو سره یې حکومت خپله دنده تر سره کړه.

د جرګې غړې ارین یون و ویل هغه کسان چې جاسوسان دي، د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي او داخلي امنیت او ملي ګټو ته خطر دي باید د حکومت له خوا ونیول شي، ځکه دا د حکومت دنده ده.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي حیدرجان نعیم زوی علي پور او شجاعي د خلکو قاتلان وبلل، چې په وینا یې دولتي امکانات ورسره دي او هېڅوک له هغه د دفاع حق نه لري.

د خبرو په پای کې د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي و ویل، چې تر اوسه دوی ته نه ده روښانه شوې، چې علي پور ولې نیول شوی او دا چې په نیولو کې یې حکومت په حقه دی که ناحق باید ملي امنیت دا موضوع روښانه او د افغانستان خلکو ته و وايي، چې علي پور په کوم تور نیول شوی دی.

نوموړی وایي، تر څو چې د علي پور د نیول کېدو موضوع روښانه نه نشي خلک حق لري، چې د هغه د خلاصون لپاره لاریونونه وکړي.

ابراهیمي د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د همدې موضوع په تړاو امنیتي چارواکي وروغواړي او پوښتنې ترې وکړي.

باید و ویل شي، چې د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی او د سیمه ییزه پاڅونوالو یو قوماندان علي پور مشهور په شمشېر پرون یکشنبې د لیندۍ ۴ مه د کابل ښار لوېدیځ لور ته د ۱۳ مې امنیتي حوزې د قلعه قاضي په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

د علي پور تر نیول کېدو وروسته د هغه لسګونه پلویانو او خواخوږو په لاریونونو لاس پورې کړ، چې لاریونونه یې تر دهمزنګ پورې ورسېدل خو وروسته د پولیسو له خوا وپاشل شول.

نن دوشنبې هم د کابل په لوېدیځ کې د علي پور پلویانو په لاریونونو لاس پورې کړی، چې ویل کېږي، په تاوتریخوالي اوښتی او یو شمېر کسانو ته په کې زیان هم رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي