۰
خلیلزاد:

امریکا غواړي افغان بحران ژر پای ته ورسوي، طالبانو ته پکار ده له ټاکنو وړاندې سوله وکړي

پنجشنبه ۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د افغانستان د روان بحران ختمولو ته بېړه لري او طالبانو ته هم پکار ده، چې له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې سوله وکړي.
امریکا غواړي افغان بحران ژر پای ته ورسوي، طالبانو ته پکار ده له ټاکنو وړاندې سوله وکړي
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د افغانستان د روان بحران ختمولو ته بېړه لري او طالبانو ته هم پکار ده، چې له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې له امریکايي پي بي ایس تلویزیون سره په خبرو کې کړې او ویلي یې دي«موږ د افغانستان د روان بحران ختمولو ته بیړه لرو.»

نوموړي ټینګار کړی، امریکا د دې لپاره چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړی پای ته ورسېږي او دغه هېواد کې روان بحران پای ته ورسېږي، خپلې هڅې کړندۍ کړې دي.

خلیلزاد ویلي افغان حکومت د سیاسي لارو د جګړې ختمول غواړی او طالبان هم په دې باوري دي، چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلی، نو ځکه امریکا هڅه کوي، چې د سولې خبر ژر نتیجې ته ورسېږي.

د هغه په وینا افغان حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو نېته هم اعلان کړې نو طالبانو ته پکار ده، چې تر ټاکنو وړاندې له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې سیاسي بهیر کې ونډه واخلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه راز په افغانستان کې پر ټولو اړخونو غږ کړي، چې یو بل ومني او د سولې هڅې وکړي.

نوموړی وايي، که ټول اړخونه دا کار ونه کړي نو د افغانستان د ۴۰ کلن ناورین پای ته رسېدل هم ناشنونی کار دی او ستونزې به همداسې پر ځای پاتې وي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې امریکا د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ او امریکايي حکومت اقدامات جدي دي.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکايي مېلټري ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي شونې ده، چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

ورځپانې دغه راپور له واشنګټن پوست سره د ولسمشر ټرمپ د مرکې پر اساس خپور کړی او ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له حضوره دفاع کړې ده.

د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له وروستۍ اوښتې مرګ ژوبلې وروسته بیا هم ټرمپ ویلي له هر کارپوه سره یې چې خبرې کړې ورته یې ویلي، که په افغانستان کې پاتې شو، نو بیا به دلته په امریکا کې جګړه کوو.

ټرمپ واشنګټن پورته ورځې پاڼي ته په مرکه کې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو په تړاو ویلي شونې ده، چې په دې هېواد کې جګړه ختمه شي.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې له ژمنې سره سم به په یوه مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي او هلته به له خپلو سرتېرو سره وګوري.

سپنیې ماڼۍ هم ویلي افغانستان ته د ټرمپ د سفر په اړه خبرې روانې دي او دغه راز ځینې راپورنه وایي، ښايي ټرمپ د کرسمېس تر مراسمو وړاندې افغانستان ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې دې هېل نشریې په یوه راپور کې ویلي د امریکا ولسمشر له افغانستان د احتمالي وتلو مخکې د افغان سولې پایلې ته رسېدل غواړي.

د راپور پر بنسټ په همدې خاطر د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې کړۍ کړې او هڅه کوي د افغان جګړې د پای ته رسېدو حل لار پیدا کړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې ټرمپ غواړي امریکايي ځواکونه له افغانستان وباسي او په دې برخه کې یې نږدې کسانو هم همدا سلا مشوره ورکړې چې د امریکا د داخلي چارو د تنظیم لپاره باید په افغانستان کې خپل نظامي حضور کم او روانه جګړه کابو کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي