۰
د ولسي جرګې غړې هما سلطاني:

د طالبانو له مشر امیرالمومئنین ملا هبت الله سره دوامداره اړیکې لرم

شنبی ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې هما سلطاني ادعا کړې، چې د طالبانو دمشر امیرالمومئنین ملا هبت الله سره دوامداره او هر وخت په اړیکه کې وي.
د طالبانو له مشر امیرالمومئنین ملا هبت الله سره دوامداره اړیکې لرم
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې هما سلطاني ادعا کړې، چې د طالبانو دمشر امیرالمومئنین ملا هبت الله سره دوامداره او هر وخت په اړیکه کې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هما سلطاني دغه ادعا نن شنبې د لیندۍ ۱۷ مه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وکړه او یو وړاندیز یې مخکې کړو چې پر مټ یې دا کولای شي د جنګي بندیانو د تبادلې په برخه کې کارنده رول ولوبوي.

نوموړې وړاندیز وکړو چې د جنګي بندیانو موضوع باید په جدي توګه وڅېړل شي او په همدې موخه یې د ۲۵ وکیلانو په لاسلیک یو وړاندیز هم د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

د هما سلطاني دغه وړاندیز په پیل کې د جرګې د غړو له خوا جدي ونیول شول او زر یې د نن په اجنډا کې شامل کړ، خو وروسته استازو په مجلس کې برخه وانیخست او د جرګې رییس اړ شو، چې یاد وړاندیز اړونده کمېسیونونو ته راجع کړي.

په جرګه کې د غزني استازي هما سلطاني د خپل وړاندیز په تایید و ویل«په
هما سلطاني و ویل«زه د یوه داسې کس په توګه چې له امیرالمومئنین ملا هبت الله سره دوامداره او اوږدمهاله اړیکې لرم، د اسلامي امارت له پلوه تضمین درکوم، چې د جنګي بندیانو د تبادلې له پاره یو ځانګړی ادرس معرفي کړم.»
جګړه کې ښکېل جنګي بندیان دواړو لورو ته له یاده وتلی پاړکی دی، د مثال په ډول په جلال آباد د رحیم الله په نوم یو کس د امارت اسلامي له خوا برمته شوی وو، خو دفاع وزارت د هغه کورنۍ ته یوه بله جنازه تسلیم کړې وه او ویلي یې و، چې رحیم الله وژل شوی، خو وروسته هغه کس د طالبانو له بنده خلاص او کور ته ولاړ او کله چې کور ته ورسېد ګوري، چې مېرمنې یې له بل چا سره واده کړی دی.»

دغه راز هغې زیاته کړه هغه طالب بندیان چې له دولت سره دي هم په محکمه کې مدافع وکیل نه لري او د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، چې د دغه ستونزې د حل له پاره باید دواړه لوري یوه مشخصه کړنلاره ولري.

هما سلطاني و ویل«زه د یوه داسې کس په توګه چې له امیرالمومئنین ملا هبت الله سره دوامداره او اوږدمهاله اړیکې لرم، د اسلامي امارت له پلوه تضمین درکوم، چې د جنګي بندیانو د تبادلې له پاره یو ځانګړی ادرس معرفي کړم.»

باید و ویل شي، چې هما سلطاني له دې وړاندې هم جالبې ادعاوې او جالبې کړنې تر سره کړې، چې په خواله رسنیو یې زیات غبرګونونه راپارولي دي.

هما سلطاني څو کاله وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مجاهد هم د هغې په کور کې دی.

نوموړې د همدې روان کال په لومړیو کې د کابل په پل سرخ سیمه کې د خوږو یوې هټۍ ته ننوځي، د جګړې په توګه د هټۍ ښيښې ماتوي او څښتن یې ګواښي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي