۰
ولسمشرغني:

د شخصي ګټو په خطر ځینې کسان اصلاحات د ځان پر وړاندې کنده کیندل بولي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ملي یووالي حکومت له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی، خو هغه کسان چې شخصي او ډلیزې ګټې یې په خطر کې دي په دې برخه کې اصلاحات د ځان پر وړاندې کنده کیندل بولي.
د شخصي ګټو په خطر ځینې کسان اصلاحات د ځان پر وړاندې کنده کیندل بولي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ملي یووالي حکومت له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی، خو هغه کسان چې شخصي او ډلیزې ګټې یې په خطر کې دي په دې برخه کې اصلاحات د
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل«د تېر حکومت د کړنو په اړه به قضاوت ولس ته پرېږدو خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه جدي شوې او په ډېرو برخو کې اصلاحات راغلي او لا هم دوام لري، خو ځینې هغه کسان، چې شخصي او ډلیزې ګټې یې په خطر کې پر دې اصلاحاتو نیوکې کوي او د حکومت اصلاحات د ځان پر وړاندې د ګودال کیندل بولي، خو وایم، چې موږ د فساد سره مبارزې ته جدي یو، نه غواړو چې یوازې یو څو کسان میلیونران وي، بلکې هڅه مو دا ده، چې د افغانستان ټول ۳۵ میلیونه نفوذ آرامه، سوکاله او پرمختللی ژوند ولري.»
ځان پر وړاندې کنده کیندل بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن یکشنبې د لیندۍ ۱۸ مه د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې یو شمېر کسان د حکومت له خوا د اصلاحاتو په اړه منفي فکر کوي، خو د فساد اصلي بیه د غریب اولاد پرې کوي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل«د تېر حکومت د کړنو په اړه به قضاوت ولس ته پرېږدو خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه جدي شوې او په ډېرو برخو کې اصلاحات راغلي او لا هم دوام لري، خو ځینې هغه کسان، چې شخصي او ډلیزې ګټې یې په خطر کې پر دې اصلاحاتو نیوکې کوي او د حکومت اصلاحات د ځان پر وړاندې د ګودال کیندل بولي، خو وایم، چې موږ د فساد سره مبارزې ته جدي یو، نه غواړو چې یوازې یو څو کسان میلیونران وي، بلکې هڅه مو دا ده، چې د افغانستان ټول ۳۵ میلیونه نفوذ آرامه، سوکاله او پرمختللی ژوند ولري.»

ښاغلي غني وړاندې زیاته کړه، چې له فساد سره د ملي یووالي حکومت د جدي مبارزې یوه ښکاره بېلګه د کانکور آزموینه ده، چې په تېر کې بې حده زیات فساد په کې و او حق حقدار ته نه رسېده خو د ملي یووالي حکومت په راتګ او لوړو زده کړو وزارت په هڅو یو نوی سیستم رامنځ ته شوو چې دغه ملي پروسه یې تر ډېره حده شفافه کړه.

ولسمشر و ویل«پوهېږۍ د فساد قمیت څوک پرې کوي؟ د فساد بیه د غریب
ولسمشر و ویل«پوهېږۍ د فساد قمیت څوک پرې کوي؟ د فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي په تېر کې کانکور د فساد یوه ښکاره نمونه وه، د همدې فساد له امله مو لسګونه ځوانانونو انتحار وکړ، ډېر مو په کانکور کې د فساد له امله نامیده شول، خو او د یوه سیستم په رامنځ ته کولو دا پروسه شفافه شوې او د هېواد ځوان نسل ورته امیدواره دی ځکه څو ورځې وړاندې د غزني یو شمېر ځوانونو په ارګ کې راسره ولیدل او راته یې و ویل، چې اوس په کانکور کې حق حقداره ته رسېږي.»
اولاد پرې کوي په تېر کې کانکور د فساد یوه ښکاره نمونه وه، د همدې فساد له امله مو لسګونه ځوانانونو انتحار وکړ، ډېر مو په کانکور کې د فساد له امله نامیده شول، خو او د یوه سیستم په رامنځ ته کولو دا پروسه شفافه شوې او د هېواد ځوان نسل ورته امیدواره دی ځکه څو ورځې وړاندې د غزني یو شمېر ځوانونو په ارګ کې راسره ولیدل او راته یې و ویل، چې اوس په کانکور کې حق حقداره ته رسېږي.»

په دغه غونډه کې چې یو شمېر سفیرانو او نورو افغان چارواکو هم په کې برخه اخیستلې وه، ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د ملي یووالي حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې پراخ اصلاحات رامنځته کړي دي.

ولسمشر و ویل، په دولتي ادارو کې د شفافیت له‌مخې د ۲۲زره کسانو ګمارل، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوسیو پر وخت څېړل او په تدارکاتو کې شفافیت رامنځته کول د ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې له جدي اقداماتو دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروستې له افغانستان سره په میلیارډونو ډالرو مرستې وشوې، خو د پیسو د مدیرت د نشتوالي له امله افغانستان اساسي خدماتو بې برخې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي