۰

د پنځو نورو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو نورو ولایتونو، بلخ، بدخشان، فاریاب، لوګر او پکتیکا د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې.
د پنځو نورو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو نورو ولایتونو، بلخ، بدخشان، فاریاب، لوګر او پکتیکا د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۹ مه په یوه خبري غونډه کې د دغه ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د دې پایلو د اعلان له مخې، له بلخ ولایت څخه عباس ابراهیم زاده، عبدالحمید شریفي، احمدشاه رمضان، محمد علي محقق، علم خان آزادي، رییس عبدالخالق، سید ظاهر مسرور، ګل الرحمان همدرد، صیفوره نیازی، برښنا ربیع او فوزیه کوفي بریالي شوي دي.

دغه راز له بدخشان ولایت څخه عبدالروف انعامي، واقف حکیمي، حجت الله خردمند، ولي نیازی، ذبیح عتیق، زلمي مجددي، ډاکتر ضیا یفتلي، نیلوفر ابراهیمي، او صادقه ادیب بریالي شوي دي.

حشمت آرمان، رسول فاریابي، حاجي محمد هاشم، انوار باشلیغ، بابر جمال، سنجر کارګر، رنګینه کارګر، شفیقه سخا یولچي او فوزیه روفي له فاریاب او محمد اسماعیل صدیقي، وفي االله افتخار، آصف نبي زی او هما احمدي له لوګر ولایت څخه بریالي شوي دي.

له پکتیا ولایت څخه بیا محمد رضا کټوازي، محمد داود کټوازي، نادرخان کټوازي او هیله مجتبی تر ټولو مخکښ دي.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر نورو ولایتونو د ټاکنو لومړۍ پایلې هم اعلان کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي