سیمه ییز چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د سنځرزو په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته ډلیز برید کړی، چې وروسته نښته رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند غزیز احمد عزیزي وایي، د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي خو د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دی.
د هغه په وینا د طالبانو له برید سره سم پولیسو تکتیکي شاه تګ کړی خو د مرستندوینه ځواکونو په رسېدو سره دغه سیمه بېرته له طالبانو نیول شوې دي.
طالبانو هم په یاده سیمه کې د جګړې پخلی کړی، خو ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې د افغان پوځ ۲۲ سرتېري وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار