حکومتي سرچینې وایي، راتلونکي اوونۍ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي په دغه غونډه کې به پر درې اساسي مسائلو سولې، له ترورېزم سره پر مبارزې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل او اقتصادي همکاریو خبرې وشي.
سرچینې زیاتوی، چې ټاکل شوې په دغه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترورېزم سره د مبارزې او سولې په تړاو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
دغه غونډه چې د تر سره کېدو ورځ یې معلومه نه ده د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تر سره کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې راتلونکې اوونۍ په کابل کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیمه ییزې همکارې په اړه د یوې غونډې د تر سره کېدو خبر ورکړی و.
ویل کېږي، چین په دغه غونډه کې د ناظر په توګه له افغانستان سره د پاکستان د شوو هوکړو د عملي کېدو نظارت کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل