۰
هملند والي:

هلمند کې طالبان سخت ځپل شوي او امنیت اوس ښه شوی دی

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او جنګي ماشین یې فلج شوی دی.
هلمند کې طالبان سخت ځپل شوي او امنیت اوس ښه شوی دی
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او جنګي ماشین یې فلج شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي، چې پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۰ مه یې د هلمند مرکز لښکرګاه کې له امنیتي چارواکو سره یوې ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې په وروستیو دوه میاشتو کې په هلمند کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پراخ او چټک شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د هلمند له پاره د طالبانو د نومول شوي مشهور او جنګي والي ملا منان او د هغه مرستیال او ویاند ملا جاوید تر څنګ د طالبانو ګڼ مهم قوماندان او جنیګالي وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دی.

د هغه په وینا د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دی، په حقیقت کې په هلمند کې د طالبانو جنګي ماشین فلج شوی او په دغه ولایت کې اوس امنیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی.

یاسین خان و ویل، چې په عملیاتو کې د طالبانو پر ډيری مرکزونو او د سوق ادارې مرکزونو بریدونه شوي او دا عملیات به تر هغې رواني وي، تر څو ټولې سیمې له دښمن څخه پاکې شوې نه وي.

که څه هم والي په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې کمښت راغلی دی.

جمهورخبري آژانس: هلمند
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي