۰

د فراه د شېبکوه ولسوالۍ د سقوط ضد نقیض راپورونه

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
د فراه د شېبکوه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ له جګړې پرته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده، خو امنیتي چارواکي دا خبر ردوي.
د فراه د شېبکوه ولسوالۍ د سقوط ضد نقیض راپورونه
د فراه د شېبکوه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ له جګړې پرته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده، خو امنیتي چارواکي دا خبر ردوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز اوسېدونکي زیاتوی، چې امنیتي ځواکونو له جګړې پرته دغه ولسوالي طالبانو ته پرېښوده او طالبان اوس د ولسوالۍ په مرکز کې دي.

ویل کېږي دغه ولسوالۍ نن چهارشنبې د لنیدۍ ۲۱ مه د طالبانو لاس ته لوېدلې خو د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند دا خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې ولسوالۍ لا هم د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

بل خوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم ویلي، چې ولسوالي دوی ولکه کړې او دا مهال د ولایت مقام، امنیه قومانداني او د استخباراتو ریاست له طالبانو سره دي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي