۰

کابل او هرات کې هند ته د نشه يي توکو قاچاق کوونکي نیول شوي

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر او دغه راز د هرات ولایت له هوايي ډګر څخه دوه تنه قاچاق کوونکي چې غوښتل یې نشه يي توکي هند ته ولېږدوي نیول شوي دي.
کابل او هرات کې هند ته د نشه يي توکو قاچاق کوونکي نیول شوي
په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر او دغه راز د هرات ولایت له هوايي ډګر څخه دوه تنه قاچاق کوونکي چې غوښتل یې نشه يي توکي هند ته ولېږدوي نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو تن چې ۷۴۶ ګرامه هیروئیین یې په خپل نس کې ځای کړي و او غوښتل یې هند ته یې ولېږدوي، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی دی.

دغه راز د هرات ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت د سرحدي هوایي ډګر د پولیسو په مرسته یو تن چې غوښتل یې د هرویینو ۶۵ کپسولونه چې ۸۶۵ ګرامه وزن یې درلود هند ته ولېږدوي نیول شوی دی.

له دې سره تر څنګ هرات کې پولیسو یو بل تن چې غوښتل یې یو کیلوګرام چرس له فراه څخه هرات ته ولېږدوي هم نیولی دی.

دغه راز پولیسو کابل کې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه تنه له ۲۵ ګرامو امفیتامینو او ۵۷ ګرامو هیرویینو سره چې په پرچون ډول یې پلورل؛ د ۱۱ مې او دوهمې ناحیې له اړوند سیمو ونیول.

 له دې سره تر څنګ پولیسو د کابل ښار د اولې او اولسمې ناحیې له اړوند برخو دوه تنه نور هم چې ۲۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله، اته ګرامه هیرویین او دوه ګرامه امفیتامین چې په پوریو کې یې ځای پر ځای کړي و نیولي دي.
 
بل خوا په ننګرهار ولایت کې هم د پولیسو له خوا ۱۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

دغه توکي د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي،  نیول شوي توکي چرس دي، چې په یو کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي و او په تور یې یو تن نیول شوی دی.

همدارنګه له دې سره، یو بل کس چې ۲۰ کیلو ګرامه چرس یې په هالتو ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو، د بهسودو ولسوالۍ له ثمرخېلو کلي ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي