۰
کوټې کې طالب سرچینې:

طالبان ښايي له افغان حکومت سره هم خبرې پیل کړي

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
په کوټه کې طالب سرچینو ویلي، که طالبان له امریکا سره خبرو کې کوم تفاهم ته ورسېږي ښايي له افغان حکومت سره هم خبرې پیل کړي.
طالبان ښايي له افغان حکومت سره هم خبرې پیل کړي
په کوټه کې طالب سرچینو ویلي، که طالبان له امریکا سره خبرو کې کوم تفاهم ته ورسېږي ښايي له افغان حکومت سره هم خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طب سرچینو رسنیو ته زیاته کړې، چې د طالبانو د قطر د دفتر غړیو په کوټه کې د طالبانو له مشر او د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره له خبرو وروسته له امریکا سره پر یوې نوې طرحې خبرو ته تیاری نیولی دی.

په کوټه کې د طالبانو سرچینې هم ویلي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایانو سره خبرې ښې روانې دي او طالبانو دا ځل د خبرو په مرکچي پلاوي کې بدلون هم راوستی دی.

د دغه سرچینې د معلوماتو پر اساس د طالبانو په نوي مرکچي پلاوي کې  شېرمحمد عباس ستانکزی، محمد سهیل شاهین، دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد فاضل اخوند شامل وي.

په کوټه کې د طالبانو سرچینې ویلي، چې طالبان به له نوې طرحې او د خبرو له نوې اجنډا سره د مذاکراتو تازه پړاو پیل کړي او د خپل حقه دریځه به دفاع وکړي.

یادې سرچینې دا هم ویلي، چې حاضردمه د طالبانو د قطر په دفتر کې کوم تغییر نه دی راغلی.

سرچینې زیاته کړې، که څه لا هم طالبان د افغانستان حکومت سره خبرې نه کوي خو که له امریکا سره کوم تفاهم ته ورسېږي، ممکن له افغان حکومت سره هم خبرې پیل کړي.

طالب سرچینو دا خبره پر داسې مهال کړې، چې پرون د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي هېواد یې وسله وال طالبان له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو کړي دي.

عمران خان زیاته کړې، چې طالبان به له امریکا سره د راتلونکې دوشنبې د روان میلادي دسمبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه خبرو ته کېني خو دا چې دا خبرې به چېرته تر سره شي په اړه یې څه نه دي ویلي.

عمران خان پرون جمعه د لیندۍ ۲۳ مه د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د سلمې ورځې په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال له دې رازه پرده پورته کړې ده.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د عمران خان له قوله ویلي، له امریکا سره یې وروسته له دې طالبان خبرو ته حاضر کړل چې متحدو ایالتونو له پاکستان څخه د طالبانو د مخنیوي لپاره د نورو اقدامات غوښتنه بس کړه او د خبرو له لارې یې د افغانستان د مسلې له حل سره موافقه وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې«هماغه امریکا چې له موږ څخه یې غوښتل چې نور اقدامات وکړو، اوس له پاکستان څخه غواړي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو زمینه برابره کړو، ما وړاندې ویلي چې دا مسله له خبراترو پرته نه شي حل کېدای، دوی به زه طالبان بللم.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي