د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ۱۵کسانو لپاره د مرګ سزا لاسلیک کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان په هغو بریدونو کې لاس درلود، چې په پایله کې یې ۳۲ پوځیان او دوه ملکیان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي، لوی درستیز په عین حال کې د ۲۰ کسانو لپاره چې ادعا کېږي افراطي وسله وال دي، د بند سزا هم تصویب کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دا کسان پر امنیتي ځواکونو او عیسویانو په بریدونو کې په لاس لرلو تورن پېژندل شوي دي.
پر دوی دغه راز تور دی چې د تعلیمي ادارو په ویجاړولو کې هم لاس لري.
باید و ویل شي، چې پاکستان د مرګ پر سزا محدودیت په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې لرې کړ چې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي برید کې تر ۱۵۰ ډېر کسان ووژل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل