سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې شپږ قومي مشران وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د لوګر ولایت د مرکز او څرخ ولسوالۍ تر منځ په غځېدلې لار رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د امنیه قومانداني ویاند شاپور احمدزی وایي، دغه قومي مشران څرخ ولسوالۍ ته روان و، چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماین وربرابر شوی او شپږ قومي مشران په کې وژل شوي دي.
که څه هم د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، یاد قومي مشران د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوي خو د سیمې خلک او طالبان ادعا کوي، چې یاد قومي مشران د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
په لوګر کې دغه ملکي وګړي پر داسې مهال وژل کېږي، چې پرون د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:لوګر