سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال او نظامي مسوول په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، پر وسله والو طالبانو تېره شپه د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي برید شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د میوند ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال او نظامي مسوول ملا شریف الله له خپلو دوه ملګرو سره وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د ملا شریف الله ملګري په پیل کې ټپیان و او د بند تیمور په سیمه کې د طالبانو کلنېک ته د درملنې په موخه وړل شوي و خو هلته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال، د طالبانو له خوا د هرات د پوهنې مسوول او په دغه ولایت کې د طالبانو څارونکی ملا سخي مشهور په راجع هم په یوه هوايي برید کې له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کندهار