د ولسي مشورتي بورډ غړو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ناسته کې له طالبانو سره د سولې پر مخامخ خبرو ټينګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه په چهار چنار ماڼې د سولې مشورتي بورډ سره ناسته درلوده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې ولسمشر غني د یاد بورډ له غړو سره د هغوی د دندو او دغه راز د یاد بورډ د پراختیا په اړه خبرې اترې او مشورې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د سولې مشورتي بورډ غړو د افغان دولت له لارې د طالبانو سره پر مخامخ مذاکرې ټینګار کړی دی.
د سولې د مشورتي بورډ غړو دا هم ویلي، چې د هېواد د اساسي قانون له مخې د مذاکرې صلاحیت د حکومت دی نه د سیاسي ګوندونو.
یاد بورډ او ولسمشر غنی پر داسې مهال د سولې په اړه سلا مشورې کوي، چې ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې امریکايي او طالب استازي هم پر افغان سوله مخامخ خبرې وکړي.
دغه ناسته کې به د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان استازي هم برخه ولري او خبرې به یې تر ډېره په اوربند، د بندیانو په خلاصون او په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو پر موجویت راچورلي.
جمهورخبري آژانس:کابل