۰

د شاهي کورنۍ یو موټر ملي موزیم ته وسپارل شو

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
د افغانستان د شاهي کورنۍ یو موټر چې ویل کېږي د شاه غازي امان الله خان دی، د افغان اجرائیه رییس او نورو حکومتي چارواکو په شتون کې ملي موزیم ته وسپارل شو.
د شاهي کورنۍ یو موټر ملي موزیم ته وسپارل شو
د افغانستان د شاهي کورنۍ یو موټر چې ویل کېږي د شاه غازي امان الله خان دی، د افغان اجرائیه رییس او نورو حکومتي چارواکو په شتون کې ملي موزیم ته وسپارل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له په همدې اړه نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د په سپېدار ماڼۍ کې لو لړ ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې یاد موټر ملي موزیم ته وسپارل شو.

د افغان حکومت اجرائیه رییس په دې مراسمو کې و ویل، چې یاد موټر له نن څخه اویا کاله وړاندې افغانستان ته د شاهي کورنۍ له پاره راوړل شوی وو، خو د کورنیو چارو پر مهال له هېواد د باندې د قاچاق کېدو پر مهال نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د ملي اتل احمدشاه مسعود په سپارښتنه دغه موټر په سختو شرایطو کې د قومندان محمد سعید صوفي زاده له لوري ساتل شوی و، چې نن ملي موزیم ته وسپارل شو.

ښاغلي عبدالله د افغانستان تاریخي هویت او د لرغونو اثارو ارزښت ته په اشارې وویل، چې ټول لرغوني اثار باید لېست او په د افغانستان په ملي موزیم کې په مسلکي او مصون ډول وساتل شي.

هغه د ملي موزیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې موټر او نورو ټولو تاریخي ارزښتونو په ساتلو کې اساسي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې افغان اجرائیه رییس له قومندان محمد سعید خان صوفي زاده او نورو ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه، چې د هېوادنۍ مینې له امله یې دغه ډول موټر په مصوون ډول ساتلی و.

 بل خوا په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د موټر له ساتونکي او ملي موزیم ته یې له سپارلو د مننې ترڅنګ له ټولو هېوادولو وغوښتل چې لرغوني توکي او ارزښتمن اثار ملي موزیم ته وسپاري.

 په یادو مراسمو کې د موټر اصلي ساتوونکي قومندان صوفي محمد سعید خان صوفي زاده وویل، چې دغه موټر یې په سختو شرایطو کې ساتلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې خرابه شي او یا هم څوک یې قاچاق کړي.

د افغانستان ملی موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي ډاډ ورکړ، چې دا موټر او نور تاریخي اثار به په اساسي او مسلکي ډول په موزیم کې وساتي.

باید و ویل شي، د دغه موټر په اړه ویل کېږي، چې دا د شاه غازي امان الله خان موټر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي