اروپايي ټولنه وايي، حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او دغه راز د سولې د موافقتنامې د تطبیق په برخه کې د افغانستان له حکومت همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې پارلماني پلاوي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړې دي.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمداشرف غني پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه مازدیګر د پترس استرویسس په مشرۍ د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي په دې کتنه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو او اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
ارګ زیاتوي، چې د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي د یادو مواردو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پروسې په اړه چمتووالی وښود.
نوموړي ویلي اروپایي ټولنه حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او دغه راز د سولې د موافقتنامې د تطبیق په برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني افغانستان سره په مختلفو مرحلو کې د اروپایي ټولنې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او د سولې د موافقتنامې په تطبیق کې د اروپايي ټولنې او بین المللي شریکانو رول اړین وباله.
جمهورخبري آژانس:کابل