۰
تدامیچي یاماموتو:

د سولې د هڅو بل مهم پړاو به د افغان حکومت او طالبانو خبرې وي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی تدامیچي یاماموتو وایي، د سولې د هڅو بل مهم پړاو به دا وي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي سره وګوري.
د سولې د هڅو بل مهم پړاو به د افغان حکومت او طالبانو خبرې وي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی تدامیچي یاماموتو وایي، د سولې د هڅو بل مهم پړاو به دا وي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تدامیچي دغه څرګندونې تېره ورځ دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

په دغه غونډه کې چېر ډېره په کې پر افغان سولې او د ټاکنو پر مسایلو خبرې وشوې، ښاغلي یاماموتو و ویل، چې د سولې د هڅو بل مهم پړاو به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وي.

نوموړي ویلي دوی هیله مند دي، چې دغه اوسنی فرصت دواړه خواوې سره یو ځای کړي، تر څو وکولای شي چې هغو بېلابېلو مسایلو ته حل لارې ولټوي چې یوه سوله ییز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ پر افغان سولې خبرې پیل شوي دي.

دغه ناستې ته د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، او پاکستان استازي هم ورغلي او افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دوی مرکچي پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی دي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی د ولسمشر د دفتر د رییس سلام رحیمي په مشرۍ پرون اماراتو ته رسېدلی او هلته یې د امریکايي استازو سره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي