۰

له لاس پلورونکو د غیر قانوني پیسو اخستو په تور څلور پولیس نیول شوي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
د کورنیو چارو وزارت کابل ښار کې د څلورو پولیسو په ګډون د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی، چې د ښار په واټونو کې یې لاس پلورونکو په غیر قانوني توګه پیسې اخیستې.
له لاس پلورونکو د غیر قانوني پیسو اخستو په تور څلور پولیس نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت کابل ښار کې د څلورو پولیسو په ګډون د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی، چې د ښار په واټونو کې یې لاس پلورونکو په غیر قانوني توګه پیسې اخیستې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د ملي پولیسو داوپراتیفي او کشفي عملیاتو په لړ کې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ملي پولیسو د ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د پل خشتي په سیمه کې هغه کس نیولی، چې هلته یې له لاس پلورونکو د ورځې ۴۰۰۰ زره افغانانۍ په غیر قانوني توګه راټولوې او د همغه ساحې مسوولو پولیسو ته یې ورکولې.

دغه راز په خبرپانه کې راغلي، چې د ښار د لومړۍ حوزې په سپاهي ګمنام سیمه کې بیا هغه کس نیول شوی، چې لاس پلورونکو یې د ورځې ۹۰۰۰ زره افغانۍ راټولوې او د همدې ساحې مسوول پولیسو ته یې ورکولې.

کورنیو چارو وزارت وايي ملي پولیسو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په څلور لاري کې هغه کس هم لاس په لاس نیولی، چې لاسي پلورونکو یې ۱۰۵۴۰ افغانۍ راټولوې او همدې څلور لاري د پولیسو مسوول کس ته یې سپارلې.

همدارنګه د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي په همدې کمپنۍ کې دوه تنه نور چې لاسي پلورونکو یې ۲۵۰۰۰ افغانۍ راټولې کړې وې او غوښتل یې د اړونده پوستې مسوول کس ته یې وسپاري نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نیول شویو کسانو دوسیې په رسمي توګه له فساد سره د مبارزې د نظامي څارنوالۍ ریاست ته سپارل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي