۰
امریکايي سناتور:

امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړه ده

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
د امریکا مشهور سناتور لیندسي ګراهام وايي، امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړه ده او خپلو مرستو او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړه ده
د امریکا مشهور سناتور لیندسي ګراهام وايي، امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړه ده او خپلو مرستو او ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور ګراهام دغه څرګندونې له افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په یوه کتنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، چې سناتور ګراهام د سولې، بیارغونې او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلې او هغه یې هیله بښوونکې بللې دي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، چې امریکا له افغانستان سره د اړیکو لا پراختیا ته ژمنه ده او په دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ډاکتر عبدالله هم په خبرو کې امریکا د افغانستان ښه متحد بللی او ویلي یې دي، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي له واشنګټن سره یې اړیکې پراخه او دوامداره وي.

باید و ویل شي، چې دواړو لورو په سیمه کې د روان وضعیت، سولې، امنیتي ستونزو او ډېرو نورو مواردو په اړه بحث کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي