۰
کریم خلیلي:

د سولې هڅې هیله بښوونکي دي خو باید حکومت او سیاسي ګوندونه همغږي شي

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وايي، حکومت او سیاسي ګوندونه باید د سولې په برخه کې سره همغږي شي او د سولې خبرې له یوې مرجع مخ ته یوسي.
د سولې هڅې هیله بښوونکي دي خو باید حکومت او سیاسي ګوندونه همغږي شي
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وايي، حکومت او سیاسي ګوندونه باید د سولې په برخه کې سره همغږي شي او د سولې خبرې له یوې مرجع مخ ته یوسي.

د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي نن د سولې عالي شورا د دارالانشا د رییس په توګه د عمر داوودزي د معرفي په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغانان سولې ته نږدې شوي دي او دا تمه شته چې جګړه به پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړهو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي او د دې تمه شته چې ژر به له افغان حکومت سره هم د طالبانو خبرې پیل شي.

نوموړي هغه نیوکې بې ځایه وبللې چې ګواکي د سولې عالي شورا لاس ته راوړنې نه لري، بلکې په وینا یې د سولې عالي شورا د سولې لپاره پراخې هڅې کړې دي چې ځينې مسایل یې رسنیز کولی نه شي.

د سولې عالي شورا پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د سولې په اړه هېڅ ډول اختلافات رامنځ ته نه کړي بلکې سوله د ټولو په ګټه ده او واحد دريځ ته اړتیا ده.

د ښاغلي خلیلي په وینا که سیاسي جریانونه ځان ځان ته او حکومت ځان ته د سولې خبرې پر مخ وړي، شونې نه ده، چې سوله دې وشي، بلکې لا به سره وپاشل شي.

د سولې عالي شورا رییس هم و ویل، چې د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې هیله بښنونکي دي او ده په وینا د سولې شورا د هر هغه حرکت چې د هر چا او هر هېواد له خوا وي ملاتړ کوي، چې پر مټ یې افغانستان کې سوله ټينګېدای شي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه، چې سوله باید باعزته، تل پاتې او د افغانانو په مالکیت تر سره شي او هیله ده، چې نړیوال هم دغه ټکي په پام کې ونیسي.

د سولې عالي شورا چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د اماراتو پلازمېنه اوبوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، اماراتو، سعودي او پاکستان د استازو تر منځ پر سوله خبرې روانې دي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی او تمه ده، چې د طالبانو له استازو سره به مخامخ خبرې تر سره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی سولې ته ژمن دي او د سولې عالي شورا تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي