سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونو تېره شپه (د لنیدۍ ۳۰مه) د غزني ښار او اندړو ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د اندړو ولسوالۍ په میري، مدد، علیزي او کمالخېولو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په دې عملیاتو کې د دوه قوماندانانو قاري عبدالله او قاري زاهد په ګډون پنځه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.
دغه راز دی زیاتوي، چې پرون مازیګر مهال د غزني ښار په کارېز بالا سیمه کې امنیتي ځواکونو طالبانو ته کمېن نیولی و، چې په ترڅ کې یې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د غزني والي ویاند وايي، د جګړې پر مهال د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني