۰

د امریکا یو بل لوړ پوړي چارواکي هم استعفا ورکړې ده

یکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې په غبرګون کې د امریکا د حکومت یوه بل لوړپوړي چارواکي هم استعفا ورکړې ده.
د امریکا یو بل لوړ پوړي چارواکي هم استعفا ورکړې ده
له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې په غبرګون کې د امریکا د حکومت یوه بل لوړپوړي چارواکي هم استعفا ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بریت مکګورک د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه لوړ پوړی چارواکی او په سوریه کې د داعش ضد جګړې پر مخ وړونکی و، چې له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.

نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پرېکړې په مخالفت کې استعفا کړې، چې له سوریې څخه یې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

د مکګوریک په وینا له سوریې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به داسې شرایط برابر شي، چې داعش ډله بېرته راپورته شي.

باید و ویل شي، چې مکګورک د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس له استعفا وروسته دوهم لوړ پوړی کس دی، چې خپله دنده پرېږدې.

تر ده دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس هم له سوریې او افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې په مخالفت کې دنده پرېښې وه.

له سوریې او په ځانګړې ډول له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان د امریکا په سنا مجلس کې هم ناندرۍ او اندېښې راپورته کړې دي.

یو شمېر سناتوران وايي که امریکا له افغانستان تر نیمايي پورې سرتېري وباسي، نو هلته پاتې امریکايي سرتېري به هم له ستونزو سره مخ شي او دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي