۰

د فراه په انار دره کې د طالبانو د عشر زکات ټولولو مسوول وژل شوی

چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
امنیتي چارواکي وايي، د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د عشر او زکات ټولولو مسوول په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د فراه په انار دره کې د طالبانو د عشر زکات ټولولو مسوول وژل شوی
امنیتي چارواکي وايي، د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د عشر او زکات ټولولو مسوول په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې بهرنیو ځواکونو پرون سه شنبې په انار دره ولسوالۍ کې هغه مهال پر وسله والو طالبانو هوايي برید وکړ، چې دوی به یوه فیلډر موټر کې له یوې سیمې وبلې ته روان وو.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د اناردرې لپاره د طالبانو د عشر او زکات ټولولو مسوول ملا نصیر له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی او موټر یې له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په فراه ولایت کې د طالبانو د ګمرکونو مسوول د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي