۰

ټرمپ عراق ته تللی خو د دغه هېواد لومړي وزیر ورسره نه دي لیدلي

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللی خو د دغه هېواد لومړي وزیر عدیل عبدل مهدي ورسره له کتنې انکار کړی دی.
ټرمپ عراق ته تللی خو د دغه هېواد لومړي وزیر ورسره نه دي لیدلي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللی خو د دغه هېواد لومړي وزیر عدیل عبدل مهدي ورسره له کتنې انکار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له خپلې مېرمنې میلانيا ټرمپ سره یو ځای عراق ته تللی او هلته یې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره کتلي دي.

ټرامپ په عراق کې خپلو سرتېرو ته په وینا کې په دغه هېواد کې د هغوی ماموریت بریالی بللی او سرتېرو ته یې د کرېسمس مبارکي ورکړې ده.

نوموړي له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له کړې پرېکړې دفاع کړې ده او ویلي یې ديامریکا ژمنه کړې وه، چې داعش ډله به ماتوي، نو اوس چې د ده په وینا دغه ډله ماته شوې ده په سوریه کې امریکايي ځواکونو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

ټرامپ ټینګار کړي، چې د ترهګرۍ پر ضد به د امریکا جګړه روانه وي او په دې برخه کې به خپلې هڅې نورې هم ډېروي.

هغه ویلي دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې بریالي دي او ټول امریکايي عسکر به د ترهګرۍ تر ختمولو وروسته خپل هېواد ته ستنېږي، ځکه د ده په خبره واشنګټن د نړۍ پولیس نه دی.

د امریکا ولسمشر له سوریې د ځواکونو ایستلو پرېکړې ته په اشارې و ویل ډېر به هغه پرېکړې ته ورسېږي، چې ما کړې ده.

د هغه په وینا امریکا له عراق نه د شاه تګ نیست نه لري او که په سوریه کې اړتیا پېښه شوه، له عراق هم کار کولی شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې، چې د جنرالانو په غوښتنه یې څو ځل سوریه کې د ځواکونو وخت غځولی خو«هغوی بیا هم نور وخت وغوښت، ما وویل، نه، نور وخت نشی ترلاسولی، ډېر چانس مې در کړ.»

په ورته وخت کې د عراق سیاسي مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته سفر غندلی او دا یې د خپل هېواد په ملي حاکمیت تېرې بللی.

د عراق  لومړي عدیل عبدل مهدي د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره د ملاقات نه انکار کړی دي.

لومړي وزیر په یوه اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ ورته د عراق د سفر په اړه خبر ورکړی و او دا چې د هغه سره د ملاقات په اړه هم خبرې شوې وې خو د ځاې په سر یې د اختلاف له کبله دغه ملاقات لغوه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي