۰

د هرات لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوی دی

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي فراه ولایت کې د هرات ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هرات لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي فراه ولایت کې د هرات ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي.

پر وسله والو طالبانو پرون چهارشنبې د مرغومي ۵ مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید شوی دی.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، هغه معلومات چې د استخباراتو څخه تر لاسه شوي، ښيي، چې وسله وال طالبان په یوه سراچه موټر کې یې یوې سیمې بلې ته روان و، چې بهرنیو ځواکونو پرې هوايي برید وکړ.

دی وايي، په دغه هوايی برید کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا صمد زیرکوهي له خپلو څلورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

محب وايي، د ملا صمد په وژل کېدو سره به د هرات او فراه په امنیتي حالت کې ښه والی راشي، ځکه دا د طالبانو ډېر مهم کس وو.

بل خوا ځینې سرچینو ویلي ملا صمد د هرات لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول او نظامي قوماندان و، چې وژل کېدل به یې پر امنیت ښه اغېز وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د تېرو ورځو راهیسې فراه کې د طالبانو پر مهمو کسانو هوايي بریدونه زیات شوي، چې په کې یې مهم کسان وژل شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې د فراه لپاره د طالبانو د ګمرکونو مسوول او دغه راز د اناردرې لپاره د عشر او زکات ټولولو مسوول په هوايي بریدونو کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس: فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي