۰

د پاکستان د پوځ مشر د ۲۲ تنو د اعدام حکم تایید کړ

شنبی ۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۱
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د نظامي محکمې له خوا د ۲۲ ترهګرو د اعدام پر حکم لاسلیک وکړ.
د پاکستان د پوځ مشر د ۲۲ تنو د اعدام حکم تایید کړ
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د نظامي محکمې له خوا د ۲۲ ترهګرو د اعدام پر حکم لاسلیک وکړ.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان دفاع وزارت په خبر پاڼه کې ویلي دغه کسان، په امنیتي سرتېرو په بریدونو، د ملکي افرادو په ترور او د ۱۷۶ کسانو په قتل تورن او محکوم شوي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه راز پر یادو کسانو د ۱۹ امنیتي سرتېرو په وژل کېدو، د ۴۱ پولیسو او یا رسمي چارواکو په وژنې او د ۲۱۷ ملکي کسانو د ټپي کېدو په پېښو کې د لاس لرول تور پورې وو.

سرچینه زیاتوي، د پوځ مشر د ۱۵ نور ترهګرو د تعزیري بند حکم هم چې د نظامي محکمې له خوا صادر شوی وو لاسلیک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ مشر نېږدې یوه میاشت وړاندې هم د ۱۴ ترهګرو د اعدام حکم تایید کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي