راپورنه وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې او جګړې د پای ته رسېدو په تړا قطر ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي قریشي به له خپل قطر سیال سره وګوي او دواړه لوري به په افغانستان کې پر سولې او ثبات خبرې وکړي.
تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هڅه پیل کړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په روانو هڅو کې خپله ونډه واخلي او جګړه پای ته ورسېږي.
باید و ویل شي، چې قریشي تر دې وړاندې کابل، بېجنګ او مسکو ته هم سفرونه درلودل او له چارواکو سره یې پر افغان سوله او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل