۰

ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه د چنګاښ ۲۹ مه اعلان کړه

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د ولسسمشرۍ ټاکنې نېږدې درې میاشتې وځنډول شوې او د ټاکنو د کمېسیون له اعلام سره سم به دغه ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه تر سره شي.
ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه د چنګاښ ۲۹ مه اعلان کړه
د ولسسمشرۍ ټاکنې نېږدې درې میاشتې وځنډول شوې او د ټاکنو د کمېسیون له اعلام سره سم به دغه ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې کمېسیون ویلي و چې دغه ټاکنې به پر خپل وخت د ۱۳۹۸ کال د وري میاتشې به ۳۱ مه نېټه تر سره شي، خو اوس د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد پرون یکشنبې د مرغومي ۹ مه په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې وري په ۳۱ مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري.

ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې دغه کار یې په ټاکنو کې د اصلاح، ښه والي او روڼوالي په موخه کړی او ټاکنې یې ځنډولې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ټاکنو کمېسیون له دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، په دې کې هېڅ شک نه و، چې حکومت پر خپل وخت د ټاکنو تر سره کېدو غوښتونکی وو.

خو دا چې کمېسیون د یوې خپلواکې ادارې په توګه له سیاسي ګوندونو، احتمالي نوماندانو، نړیوالې ټولنې، او پر ټاکنو د څار بنسټو او دغه راز د تختکي ستونزو په نظر کې نیولو او تېرو پارلماني ټاکنو د تېروتنو د نه تکرار په موخه د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹ مه تر سره کوي، پرېکړه یې د احترام وړ ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي حکومت چمتو دی، چې د چنګاښ په ۲۹ مه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

بل خوا د ټاکنو کمېسیون د تېرې ورځې په خبري ناسته کې صیاد د پکتیا ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.

محمد نواب منګل، ډاکتر یار بازاخان حمیدي، محمد ابراهیم غښتلی، سید حسین ګردیزي، راضیه سعادت منګل، مخکښ او بریالي نوماندان دي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو کمېسیون تر دې وړاندې د ۳۱ نورو ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نویو او ځوانو څېرو پارلمان ته لار کړې خو کمېسیون لا هم د کابل او بغلان ولایتونو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي