۰

عراقي اف ۱۶ الوتکو سوریه کې د داعش پر یوه لویه غونډه برید کړی

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د عراق د ګډو عملیاتو قوماندان وايي، د عراق اف ۱۶ جنګي الوتکو د سوریې په خاوره کې د داعش د قوماندانانو په یوه لویه غونډه بمبار کړی دی.
عراقي اف ۱۶ الوتکو سوریه کې د داعش پر یوه لویه غونډه برید کړی
د عراق د ګډو عملیاتو قوماندان وايي، د عراق اف ۱۶ جنګي الوتکو د سوریې په خاوره کې د داعش د قوماندانانو په یوه لویه غونډه بمبار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د ګډو عملیاتو قوماندان پرون دوشنې د زمري ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د داعش کابو ۳۰ لوړپوړي قوماندانان د سوریې په سوسه سیمه کې په یوه ودانۍ کې سره راغونډ شوي و، چې اف ۱۶ الوتکو پرې بمبار وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه بمبار کې یاده ودانۍ په مکمل ډول له منځه وړل شوې او په کې ناست کسان له وژل شوي دي.

سرچینه وايي، دغه عملیات د عراق د لومړي وزیر په امر او د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرو او د هغوی د سرچینو د وچولو په موخه تر سره شوي دي.

په ورته وخت کې د عراق دولتي سرچینو ویلي د سوریې ولسمشر بشار اسد عراقي ځواکونو ته واک ورکی تر څو له له دمشق سره تر مخکنۍ همغږۍ پرته د سوریې په خاوره کې د داعش ځالې بمبار کړي.

باید و ویل شي چې په دې وروستیو کې عراقي ځواکونو خپلو پولو ته نېږدې په سوریه کې د داعش پر ځالو بریدونه زیات کړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي