۰

په تېره میلادي میاشت کې ۲۷۸ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۹
ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم ګروپ وايي، د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په وروستۍ میاشت کې ۲۷۸ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېره میلادي میاشت کې ۲۷۸ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم ګروپ وايي، د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په وروستۍ میاشت کې ۲۷۸ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د تېر میلادي کال د وروستۍ ډسمبر میاشتې راپور نن سه شنبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړۍ میاشتې جنورۍ په اوله نېټه خپور کړی دی.

دغه ګروپ په یاد راپور کې ویلي، چې په تېره ډسمبر میاشت کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال ۱۸۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له دغه شمېر څخه ۵۵ ملکي وګړي په کابل کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي، چې تر ډېره یې لوستي کسان دي.

 د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ دا هم ویلي، چې په دې ورستیو کې په ځينو ولایتونو کې هم جګړو زور اخیستی، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې زیاته شوې ده.

دغه ګروپ د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي