۰
ټرمپ:

نور د روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې ترهګرۍ ضد جګړه وکړي

پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د امریکا پر ځای دې روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.
نور د روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې ترهګرۍ ضد جګړه وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د امریکا پر ځای دې روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۲ مه د کابینې غونډې ته خبرو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې افغانستان ته نېږدې د سیمې هېوادونه باید زیاته ونډه واخلي.

نوموړي و ویل« روسیه هلته ده، روسیه لمړی شوروي اتحاد و، افغانستان ترینه روسیه جوړه کړه. روسیه د افغانستان جګړې دیوالي کړه، هند هلته دی، پاکستان هلته شته، دوي باید هلته (افغانستان) کې وجنګیږي، روسیه باید هلته وجنګیږي.»

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه وویل« موږ د طالبانو سره او د نورو ډیرو کسانو سره خبرې کوو.»

هغه په افغانستان کې روانه جګړه بریالۍ ونه‌ بلله او ویې ویل چې که څه هم د جنرالانو غوښتنې یې منلي، په میلیونونو ډالر یې ورکړي، خو په جګړه کې پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

نوموړي د افغانستان د جګړې د مدیریت په اړه د امریکا د پخواني‌ دفاع وزیر، جم متیس، له کړنو په ناخوښۍ زیاته کړه«هغه د افغانستان جګړه سمه نه سمبالوله،هغه زما لپاره څه وکړه؟ هغه په افغانستان کې څه وکړه؟ ډیر ښه نه.»

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز و ویل چې طالبان او داعش باید پریښودل شي چې خپل تر منځ وجنګیږي.

هغه وویل «طالبان زموږ دښمنان دي،‌ داعش زموږ دښمن دی،څلور پنځه اونۍ دمخه مې زموږ جنرالانو ته یو سیمه وښوده چې دلته طالبان دي او هلته داعش دی او خپل تر منځ جنګیږي، ما و ویل چې ولې یې نه پریږدو چې سره وجنګیږي؟ موږ ولې د دوي تر منځ ورلویږو؟»

که څه هم ټرمپ د افغانستان جګړه بریالۍ ونه بلله خو له افغانستان یې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه هم څه ونه ویل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي