۰
ولسمشر غني:

افغانستان باید پخوانیو کړکېچونو کې ایسار باندې نه شي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ټول افغان ولس درد یو دی او نور باید خپل هېواد په پخوانیو کړکېچونو کې ایسار پاتې نه کړي.
افغانستان باید پخوانیو کړکېچونو کې ایسار باندې نه شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ټول افغان ولس درد یو دی او نور باید خپل هېواد په پخوانیو کړکېچونو کې ایسار پاتې نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې پرون شنبې د مرغومي ۱۵ مه یې کابل کې د ارواښاد پوهاند حسن کاکړ په یاد او د کاکړ بنسټ په پرانستونکو مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې ظالمانو د هېواد په هر ګوټ کې وینې توینې کړې او غم یې رامنځ ته کړی دی.

د ولسمشر په وینا افغانستان پخوا د آسیا سیاسي، اقتصادي او فرهنګي څلور لاری و او اوس د دې وخت راغلی، چې خپل دغه پخوانی دریځ بېرته خپل کړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانان ټول ګډ در لري، تېر تاریخ باید تکرار نه شي، هېواد باید روښانه راتلونکې ولري او په پخوانیو کړکېچونو کې ایسار پاتې نه شي.

ولسمشر و ویل د روښانه راتلونکې لپاره باید د تېرو فاجعو په زندان کې پاتې نه شو، هدف باید دا وي، چې په راتلونکې باور ولرو او له اوسنیو فرصتونو لویه ګټه پورته کړو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي